کابل(پژواک٢٤غويى٩١): د ولسمشر وياند د مولوي ارسلا رحماني وژل کېدل لويه ضايعه بولي او وايي: “سوله د افغانستان د خلکو یو ضرورت دی او دې هدف ته د رسېدو لپاره به افغانان له خپلو کلکو تصمیمونو په شا نشي.”
د مشرانو جرګې غړى او د سولې د عالي شورا د زندانيانو د کمېټې مشر مولوي ارسلا رحماني نن په کابل کې ناپېژاندو وسلوالو لخوا ووژل شو.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د “ملا دادالله محاذ ” په نوم يوې ډلې د ارسلا رحماني د وژلو مسووليت پر غاړه اخستى دى.
د ولسمشر وياند ايمل فيضي په کابل کې په يوه خبري ناسته کې پر مولوي ارسلا رحماني شوى بريد وغنده او دا يې د افغانستان د دښمنانو کار وباله چې نه غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي.
فيضي زياته يې کړه ” دښمنان دې پوه شي چې د افغانستان خلک به د سولې په برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. “
تېر کال د وږي په مياشت کې د سولې د عالي شورا مشر استاد برهان الدين رباني هم په کابل کې په خپل کور کې په ځانمرګې بريد کې ووژل شو.
د سولې عالي شورا له وسلوالو مخالفينو سره د سولې د خبرو په موخه تېر کال جوړه شوې ده.
همدا راز ایمل فیضي د نننۍ خبري ناستې په بله برخه کې د مسوولیتونو د لېږد د درېیم پړاو په اړه وویل چې ددې پړاو په پلي کېدو سره به په ټول افغانستان کې په مجموعي ډول ۲۶۰ اداري واحدونه د انتقال تر پوښښ لاندې راشي چې د افغانستان د نفوس (۷۵٪) جوړوي.
فیضی زیاته کړه چې د مسؤولیتونو د انتقال په درېيم پړاو کې به د مرکزي واحدونو په ګډون، ۱۲۲ نوي اداري واحدونه شامل شي، چې د افغانستان د ټول نفوس شاوخوا ۲۵ سلنه جوړوي .
ده وویل چې د ملي امنیت د شورا د پرېکړې په اساس د مسوولیتونو د انتقال په دې مرحله کې د ارزګان، کاپیسا او پروان ولایتونه به بشپړ ډول شامل دي، چې ورسره به د هغو ولايتونو شمېره ١١ ته ورسېږي چې په پشپړه توګه د لېږد پروسې ترپوښښ لاندې راغلي دي.
دغه راز فیضي وويل چې ولسمشر به په روانه اونۍ کې اروپا او امریکا ته سفر وکړي خو لومړى به جرمني ته لاړ شي او دواړه هېوادونه به د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړي.
فيضي وويل چې دغه سند لاسليک ته چمتو شوى او تر شيکاګو غونډې وړاندې لاسليکېږي. .
دده د معلوماتو له مخې د ياد سند په چوکاټ کې به المان له افغانستان سره د اوږدې مودې لپاره په اقتصادي، سیاسي، پراختيايي، ملکي هوانوردۍ، روزنیزو او فرهنګي برخو کې همکاري وکړي.
فيضي وويل چې ولسمشر به تر المان وروسته د شيکاګو په کنفرانس کې د ګډون لپاره متحده ايالتونو ته لاړ شي.
د شيکاګو کنفرانس د روانې ميلادي مياشتې په وروستيو کې جوړېږي .
په دې کنفرانس کې به د ناټو غړي هېوادونه او نړیواله ټولنه تر ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره او په ځانګړي ډول د امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز لپاره خپلې ژمنې اعلان کړي.
د فيضي په وينا ددې سفر په جریان کې به د افغانستان او ناټو تر منځ هم د ستراتیژیکو همکاریو اعلامیه خپره شي چې له مخې به یې د اوږد مهال لپاره له افغانستان سره د ناټو مرسته او همکاري دوام وکړي.