Language

په هلمند کې د والي پرضد غونډه ګډوډه شوه

لښکرګاه (پژواک ٢٤ غويى ٩١): په ولسي جرګه کې د هلمند د خلكو استازي عبدالجبار قهرمان په ملاتړ جوړه شوې غونډه هغه مهال د ګډوډۍ ښکار شوه، کله چې نوموړي پر والي او نورو چارواکو تورونه پورې کړل.

دغه غونډه چې په کې شاوخوا زرو کسانو د قهرمان په ملاتړ ګډون کړى وو، نن د غويي په ٢٤مه، د هلمند د مرکز لښکرګاه په کرزي لوبغالي کې جوړه شوې وه.

غونډه هغه مهال د ګډوډۍ ښکار شوه، چې عبدالجبار قهرمان د هلمند والي ګلاب منګل او ځايي اداره د قومونو په جلاوالي او د خاينونو په نومونو ياد کړل.

د غونډې ځينو ګډونوال پر جبار قهرمان د بوټانو ګوزارونه وکړل، هغه ترې روغ ووت؛ خو د قهرمان پلويانو څلورو تنه واروونکي ښه وډبول او په وينو يې ولړل.

د محمدشريف په نوم يو تن چې د قهرمان د پلويانو له خوا په وينو لړل شوى و، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زما په خوا کې ناست يو تن پر قهرمان د بوټانو وار وکړ، د هغه ساتونکو فکر وکړ چې وار ما کړى دى، هغوى راباندې ګوزارونه پيل کړل او ډېر يې ووهلم.))

نوموړى وايي چې پوليسو ((ښه نېغ نېغ راته کتل))، خو د ده د خلاصون لپاره يې هېڅ اقدامات ونه کړل.

د اختر په نوم يوه بل ټپي پژواک ته وويل، چې د قهرمان پلويانو په لرګيو او ټوپک وواهه او په وينو يې لت پت کړ.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال كمال الدين شېرزي پژواك خبري اژانس ته وويل، دوى د غونډې امنيت له بهر څخه خوندي كړى وو او د غونډې دننه د كشفي ارګانو او ملي امنيت له خوا خوندي شوى وو.

هغه زياته  کړه چې د جبار پلويانو حق نه درلود، چې په خلكو يې وار کړى وى.

نوموړى وايي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي .

 عبدالجبار قهرمان يادې غونډې ته په وينا کې، د هلمند د والي محمدګلاب منګل له خپلې دندې د ګوښه كېدو غوښتنه وكړه.

هغه والي او ځايي اداره د دې ولايت په قومونو کې د بې اتفاقۍ په اچولو تورن کړل او زياته يې کړه، چې دې کار سره والي شخصي ګټې ترلاسه کړي.

قهرمان ادعا وکړه، چې په هلمند کې هېڅ ډول امنيت نشته او د ښار په پنځه کيلومترۍ کې وسلوال مخالفين فعاليت کوي.

نوموړي زياته کړه: ((والي ځينې قومي مشران له ځانه راتاو کړي او ځينې نور بيا ټکوي او د دوى ترمنځ يې تفرقه اچولې ده.))

قهرمان له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل، چې د هلمند والي ګلاب منګل ژر تر ژره له خپلې دندې ګوښه کړي.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي وايي، چې د بيان ازادي د تېرو لسو کلونو لويه لاسته راوړنه ده، هر څوک کولى شي او د دې حق لري چې غونډې او ويناوې وکړي.

خو نوموړي زياته کړه، چې قهرمان نن په خپله د بيان ازادي او ديموکراسي تر پښو لانده کړه، هغه کسان چې د ده پر ضد ودرېدل، هغه يې د خلکو پر وړاندې ووهل.

احمدي هغه ادعا هم رد کړه، چې ګوندې په ولايت کې امنيت نشته. د هغه په وينا، که چېرې امنيت نه واى، دوى په ازاده فضا کې غونډه نه شو کولى.