Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جهادي قوماندانان: جبار قهرمان دې محاکمه شي

لښکرګاه (پژواک ٢٥ غويى ٩١): د هلمند ځينو قومي او جهادي مشرانو د يوې غونډې پرمهال له دولت څخه وغوښتل، چې عبدالجبار قهرمان دې د شوروي اتحاد د يرغل پرمهال د کړيو جرمونو له امله محاکمه کړي.

تېره ورځ د قهرمان په ملاتړ غونډه شوې وه، چې شاوخوا زرو تنو په کې برخه اخېستې وه؛ خو دغه غونډه هغه مهال د ګډوډۍ ښکار شوه، چې عبدالجبار قهرمان د هلمند والي ګلاب منګل او ځايي اداره د قومونو په جلاوالي او د خاينونو په نومونو ياد کړل.

د غونډې ځينو ګډونوال پر جبار قهرمان د بوټانو ګوزارونه وکړل، هغه ترې روغ ووت؛ خو د قهرمان پلويانو څلورو تنه واروونکي ښه وډبول او په وينو يې ولړل.

دغو جهادي مشرانو په ولسي جرګه كې د هلمند د خلكو استازي عبدالجبار قهرمان د تېرې ورځې د هغې احتجاجي غونډې په ترڅ كې، چې نوموړي په کې د هلمند اداره كمزورې وبلله او د د والي د استعفا غوښتنه يې وكړه، نن (د غويي ٢٥مه) د يوې غوندې په ترڅ کې د هغه د محاکمې غوښتنه وکړه.

په دغې غونډه كې د حزب اسلامي پخواني قوماندان او د هلمند پخواني والي امر حفيظ الله خان وويل، چې د هلمند ولايت د هېواد له هغو ولايتونو څخه و، چې ډېر جنګونه او ناامنۍ په كې وې.

نوموړي زياته کړه: ((اوس چې يو څه امنيت راغلى، د خلكو هيلې پيدا شوې، په  داسې حال كې بيا د قهرمان غوندې كسان د خلكو په منځ كې نفاق پيدا كوي او دا حالت د پرديو په خوله له منځه وړي.))

د هغه په وينا، قهرمان هغه سړى دى، چې بې ګناه خلک يې وژلي او له همدې امله ځان ته د قهرمان لقب ورکوي.

حفيظ الله وايي چې په هلمند، زابل او كندهار ولايتونو کې، نوموړي ډېر بې ګناه افغانان وژلي دي او دولت يې بايد له همدې امله محاکمه کړي.

د حاجي محمد نادرخان اكا په نوم يوه جهادي قوماندان هم په ياده غونډه كې وويل، چې قهرمان بايد د تېرو کړيو ظلمونو له امله محاکمه شي او بيا هلمند ته د تګ اجازه ورنه کړل شي.

د هغه په وينا، نوموړى اوس هڅه کوي چې د بل چا په اشاره په هلمند کې امنيت خراب کړي او يو ځل بيا په خلکو کې نفاق رامنځ ته کړي.

د غونډي پرمهال د هلمند د ولايتي شورا غړي حاجي عبدالله جان د هلمند له والي، امنيه قوماندان او ملي امنيت له مسوولينو وغوښتل، چې د هلمند د امنيت د ساتلو په موخه کار وکړي.

د هغه په وينا، له دغه ډول غونډو څخه چې ځوانان تربګنۍ او بدبينۍ ته هڅول كېږي، مخه ونيسي، كه نه دوى به د قهرمان دفتر ته ورشي او هلته به غاښ ماتوونکى ځواب ورته ووايي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ معلومات لرو، كوم كسان  چې قهرمان  تېره ورځ راټول كړي وو، هغوى ته يې ژمنه وركړې وه، چې تر دې غونډې وروسته به په هغې سيمه كې د كورونو لپاره ځمكې وركړي، چې ژمنه يې له وړاندې ورسره كړې وه.))

په نننۍ غونډه كې د هلمند والي محمدګلاب منګل وويل: ((زموږ خلكو زيات جنګونه ليدلي دي، نور راځئ له هر ډول شخصي ګټو او تربګنيو تېر شو او د خپل هېواد په جوړېدو كې كار وكړو.))

ده د قهرمان د پرونۍ ادعا په ځواب كې چې ويل يې امنيت نشته، وويل چې د جهادي او قومي مشرانو په مرسته يې د هلمند امنيت د لښكرګاه له ښار څخه نږدې ټولو ولسواليو ته وغځاوه، د بيارغونې، روغتيا، پوهنې او كرنې په برخه كې تر اټكل ډېر کار شوى دى.

نوموړي په پرونۍ پېښه كې د ټپي شويو كسانو په اړه وويل، خلكو ورته عريضې وركړي چي زامن يي وهل شوي دي؛ له همدې امله يې له ټولو عدلي او كشفي  ارګانونو څخه د دې پېښې د پلټنو غوښتنه كړې ده.

والي وويل: ((په دولتي دندو كې تغيير او تبديل شته، كه چېرې دولت او ولس وغواړي، زه به دا دنده پرېږدم.))

په دې اړه عبدالجبار قهرمان پژواك اژانس ته وويل، چې دغه غونډه د جهادي مشرانو نه، بلكې د هلمند د والي له خوا جوړه شوې وه.

د هغه په وينا، والي پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او پر ده تور لګوي، چې ګواكې دى د امنيت  په خرابېدو او يا هم د قومونو ترمنځ نفاق ته لمن وهي.

نوموړي زياته کړه، هغه كسان چې تېره ورځ وهل شوي دي، دغه کار د كشرانو له خوا شوى او ده يې د مخنيوي هڅه کوله.

قهرمان وايي: ((ما ډېرې نارې پرې ووهلې چې له دې كار څخه تېر شي او هغه څو كسان چې پر ما يې د بوټونو ګوزارونه وكړل، خوشې كړي او هغه کسان چې ملامت هم وو، په وهلو يې د بيان او ډيموکراسي تر پښو لاندې نه کېږي.))

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.