Language

د ١٥ وسلوالو طالبانو د وژلو ادعا وشوه

لښکرګاه (پژواک ٢٥ غويى ٩١): د هلمند امنيتي مسوولين وايي، چې په موسى كلا ولسوالۍ كې د يوې نښتې په ترڅ کې د دولت ۱۵وسلوالو مخالفين او دوه سرتېري وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ د غويي ۲۵مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته تېره ورځ وروسته له هغه رامنځته شوې، چې وسلوالو مخالفينو د موسى کلا ولسوالۍ په ريګي او مضراباد سيمو کې د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه، چې د پوليسو په ځوابي ځمکني او د ايساف په هوايي بريد کې شاوخوا ١٥ وسلوال مخالفين ووژل شول.

نوموړي وويل، چې په دغو نښتو کې يو پوليس او يو د ملي اردو سرتېرى هم وژل شوى او يو بل پوليس ټپي دى.

د امنيه قوماندانۍ وياند زياته كړه، چې د وسلوالو طالبانو ځيني مړي، وسلې او مهمات د جګړې په سيمه کې پاتې دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.