Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک ٢٥ غويى ٩١): په افغانستان کې دامريکا سفير وويل چې ګاونډيان دې د امريکا او افغانستان ترمنځ ستراتيژيک سند په غور وګوري او د وسلوالو مخالفينو له ملاتړ دې لاس واخلي.

د امريکا متحده ايالتونو سفير راين کراکر نن (د غويي ٢٥مه) تر غرمې وروسته، په جلال اباد ښار کې په يوې خبري ناسته کې وويل، چې د افغانستان ګاونډيان دې د امريکا او افغانستان ترمنځ لاسليک شوى ستراتيژيک سند په غور وګوري او د حقاني ډلې په ګډون دې د ټولو وسلوالو مخالفينو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

نوموړي زياته کړه، چې هېواد يې له افغانستان سره اوږدمهاله تعهد ته ژمن دى او دوى به له افغانستان سره په هر حالت کې ملګري وي.

د هغه په وينا، ښايي تر ٢٠٢٤ زېږديز کال وروسته د امريکا او افغانستان ترمنځ ستراتيژيک سند بيا تازه شي.

راين کراکر وويل، چې د افغانستان ګاونډيان دې په ستراتيژيک سند ستراتيژيک فکر وکړي او ډاډ دې پرې ولري.

سفير په دې وروستيو کې د ملکي مرګ ژوبلو په اړه وويل، اوس دغه پېښې رالږې شوې او دوى پوره هڅه کوي، چې ملکي تلفات رامنځ ته نه شي.

کراکر د زندانونو په اړه د لاسليک شوي سند په تړاو وويل، چې د سپټمبر مياشتې په شپږمه به هغه شپږ مياشتنى وخت پاى ته ورسېږي، چې د دوى له لوري افغان ځواکونو ته د توقيف خونو د ترلاسه کولو د بشپړ چمتووالي لپاره ورکړل شوى دى.

سفير وويل:((زه هيله من يم چې ډېر ژر به افغان ځواکونو کې د ځانګړو عملياتو ترسره کولو وړتيا پيدا شي.))

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي وويل، چې امريکايي سفير د ده د ادارې له بېلا بېلو چارواکو سره د امنيت، ښې حکومتوالۍ، اقتصادي پرمختګ،سولې بهير او افغان ځواکونو ته د واک لېږدونې په اړه خبرې کړې دي.

د هغه په وينا، په ننګرهار کې يې د برېښنا صنعتي پارکونو، ولايتي بيارغونې ډلې د مرستو، امريکايي کونسلګرۍ پرانېستلو او کابل-جلال اباد د لويې لارې په اړه ستونزې هم ورسره شريکې کړې.

د يادونې ده، چې د کنفرانس په اوږدو کې امريکايي سفير په پرله پسې ډول د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو څخه ستراتيژيک سند ته د درنښت لرلو او د ورانکارو له  ملاتړ څخه د لاس اخيستو غوښتنه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.