ښرنه (پژواک ٢٥ غويى ٩١): چارواکي وايي، چې د پکتيکا په سروبي او شخيل اباد ولسواليو او په زابل ولايت کې د عملياتو پر مهال نهه وسلوال طالبان او يو پوليس وژل شوى دى.
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان د غويي په ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د امنيتي ادارو د ځينو راپورونو له مخې د دغه ولايت د سروبي ولسوالۍ اړوند په پاسنۍ سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا عمليات ترسره شوي، چې پنځه وسلوال طالبان په کې وژل شوي دي.
د هغه په وينا، وژل شوو وسلوالو طالبانو پوځي جامې اغوستې وې او يو شمېر وسلې او مهمات هم ورسره وو، چې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په وسلو او مهماتو کې دوه پيکاوې، درې راکټونه او مرمۍ يې، درې کلاشينکوفونه، دوه ايکم مخابرې او يو شمېر نور مهمات او چاودېدونکي توکي هم شامل وو.
د افغان په خبره، په يادو عملياتو کې ملکي وګړو او ګډو ځواکونو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
نوموړي وويل، چې دغه راز تېره ورځ ماښام ناوخته د پکتيکا په شخيل اباد ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو او وسلوالو ترمنځ نښته کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د ده په وينا، ياد سرحدي پوليس له وازې خوا ولسوالۍ څخه د مرکز ښرنې پر لور روان وو، چې په شخيل اباد ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو له کمين سره مخ شول.
افغان وايي، چې په دې پېښه کې هم، سرحدي پوليسو ته زيان نه دى اوښتى او له وسلوالو طالبانو څخه دوه پيکاوې او يو موټرسايکل د سرحدي پوليسو لاس ته ورغلي دي.
بلخوا په پکتيکا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې لوا وياند ځواک پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او بل ټپي دى.
د هغه په وينا، دغه پېښه نن سهار ١٠ بجې د سرروضې ولسوالۍ اړوند د پړاو په سيمه کې رامنځ ته شوې.
د وسلوالو طالبانو يو وياندذبيح الله مجاهد د پکتيکا په سروبي ولسوالۍ کې د خپلو څلورو ملګرو وژل کېدل مني او وايي، چې په سرروضه ولسوالۍ کې يې د دوو چاودنو په ترڅ کې د ملي اردو ١٠ سرتېرو ته ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي، چې د زابل د مرکز اړوند سيمه کې په دوو بېلوبېلو پېښو کې يو پوليس او دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند رفېع الله رفېع پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دواړه پېښي تېر ماښام د مرکز کلات اړوند د سينک په سيمه کې رامنځ ته شوې دي.
د هغه په وينا، په ياده سيمه کې وسلوالو طالبانو پر پوليسو بريد وکړ، چې په پايله کې يې يو پوليس ووژل شو.
نوموړي زياته کړه، چې له بريد وروسته پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې او د پېښې په تړاو يې يو شمېر کسان نيولي، چې دغه مهال ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
د امنيې قوماندان وياند دغه راز وايي، چې تېر ماښام اوه نيمې بجې د زابل د سيوري ولسوالۍ اړوند د پنګۍ په کلي کې دوه طالبان د خپل ماين په چاودنه کې، چې په جوړولو يې بوخت وو، وژل شوي دي.
نوموړى زياتوي، چې د وژل شوو طالبانو مړي پوليسو ترلاسه کړي او درې نور طالبان ټپيان هم دي.
د ده په خبره، د پېښې په ځاى کې يو راکټ، يوه تومانچه، دوه شاژورونه او يو شمېر نور مهمات هم پوليسو ترلاسه کړي دي.
بلخوا وسلوال طالبان د زابل ولايت په بېلابېلو سيمو کې پر افغان او بهرنيو ځواکونو د بريدونو ادعا کوي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي يواځې تېره شپه د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د دوو تنو ملګرو وژل کېدل مني او زياتوي، چې تېره ورځ يې د زابل په بېلابېلو ولسواليو کې د ماين چاودنو له امله ګڼ شمېر افغان او بهرني سرتېري وژلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP