Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ترافيکي پېښه کې ١٤ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کلات (پژواک ٢٥ غويى ٩١): د کابل-کندهار پر لويه لاره د زابل ولايت په مربوطاتو کې نن په يوه ترافيکي پېښه کې دوه تنه مړه او ۱۲ نور ټپيان شول.

د دغه ولايت د ترافيکو مدير عبدالاحمد د غويي په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې رامنځ ته شوه.

نوموړي زياته کړه، چې د کلات ښار اړوند د امند پله په سيمه کې يو ۳۰۳ مسافر وړونکی موټر هغه مهال، چې له يوه ټېلر موټر نه د تېرېدو په حال کې وو، له سړکه ووت او چپه شو.

د ده په خبره، چې په پېښه کې د ۳۰۳ موټر دوه سپرلي وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي، چې د پوليسو له خوا د کلات روغتون ته وړل شوي دي.

د کلات د مرکزي روغتون يو نوکريوال ډاکتر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له پېښې يو مړى او ۱۱ ټپيان ور وړل شوي دي.

د سرچينې په وينا، چې وروسته په ټپيانو کې هم يو ۶ کلن ماشوم مړ شو، ځيني ټپيان کندهار ته وړل شوي او پاتې نور لا هم د کلات په روغتون کې تر درملنه لاندې دي.

دوې اونۍ وړاندې هم د کابل-کندهار پر لويه لاره د کلات اړوند سيمه کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.  

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.