Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په دره نور کې يو استنادي دېوال جوړ شو

جلال اباد ښار (پژواک ٢٥ غويى ٩١): د فوايد عامې وزارت له خوا د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د يو لوى استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړې شوې.

 د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د غويي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دره نور په املې کلي کې د خوړ په غاړه د شپږ ميليونه ٧٠٠زره افغانيو په لګښت د٥٥٠ مترو په اوږدوالي د استنادې دېوال چارې په څلورو مياشتو کې بشپړې شوې.

 مرستيال والي زياته کړه، چې د دغه دېوال په جوړېدلو سره د دره نور د وتران، دوراګ او املې کليو زرګونه جريبه کرنيزې ځمکې د سېلابونو له ګواښ څخه خوندې شوې.

 د نوموړي په وينا، د دېوال لوړوالى څلور متره او سور يې له يو متر څخه تر دوو مترو پورې دى.

 ګرديوال وويل، په ټوليز ډول د دغه استنادي دېوال په جوړېدو کې دېرش زرو مزدورانو کار کړى دى، چې د سيمې د کاريګرو لپاره يوه ښه موکه وه.

 د دره نور يوه قومي مشر ملک بابا پژواک ته وويل، چې هر کال به په دغې سيمه کې د دره نور له غرونو څخه دوامداره سېلابونه راتلل، چې د ولسوالۍ د سړک لاره به يې تړله، لسګونه جريبه ځمکې او کورونه به يې له ځان سره لاهو کول.

 نوموړي له دولته غوښتنه وکړه، چې له ولسوالۍ څخه د دوراګ سيمې پورې غځېدلى سړک دې هم پوخ کړي.

 د يادونې وړ ده، چې دره نور د کونړ-جلال اباد پر لويه لار د جلال اباد ښار په شمال ختيځ ٥٠ کيلومترۍ کې پرته نسبتاً ارامه ولسوالۍ ده، چې د ژمنيو واورو او ډېرو ورښتونو له امله په کې سخت سېلابونه راوځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.