Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لغمان کې د ملي اردو پنځه سرتېري ووژل شول

مهترلام  (پژواک ٢٥ غويى ٩١): د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د ملي اردو پنځه سرتېري ووژل شول.

په دغه ولايت کې د ٢٠١ سېلاب  قول اردو د دويم کنډک د لومړۍ لوا قوماندان ډګرمن شاه عالم بغلاني د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه تېر ماښام د اليشنګ ولسوالۍ په کرنجاوه سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د اردو سرتېري پر ګزمه بوخت وو، چې د سړک پر غاړه خښ شوى ماين پرې واچاودېد.

نوموړ ى وايي، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو پنځه سرتېري ووژل شول او دوه نور ټپيان شوي، چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

ډګرمن بغلاني  د ټپيانو حالت د ډاډ وړ وباله او زياته يې کړه، چې سرتېرو يې په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن محمدنعمان هاتفي هم ياده پېښه او اوښتې مرګ ژوبله تاييد کړه.

د سليم په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې د ملي اردو پر موټر له چاودنې وروسته چورلکو د هغوى مړي او ټپيان ولېږدول.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.