Language

په مزار شريف کې د کتاب او کتاب لوستنې اونۍ پيل شوه

مزارشريف (پژواك ٢٥ غويى ۹۱): د بلخ په مركز مزاشريف ښار كې د كتابونو د سترې نندارې پر وړاندې كولو د كتاب او كتاب لوستنې اونۍ د غويي په ٢٥مه پيل شوه.

د بلخ د اطلاعات او كلتور رييس صالح محمد خليق د غويي په ٢٥مه د كتابونو د نندارې د پرانيستې پر مهال پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د کولتور د بډاينې لپاره د كتاب لوستنې د دود عامولو ته اړتيا ده.

نوموړي زياته كړه، چې په همدې موخه يې په مزارشريف کې له نن ورځې د كتاب او كتاب لوستنې اونۍ پيل كړه.

د كتاب او د كتاب لوستنې د اونۍ پيل په مزار كې د نږدې ۴۰۰۰ كتابونو له نندارې څخه وشو، چې په يو لړ رسمي مراسمو كې پرانيستل شوه.

خليق وويل، چې په ياد نندارتون كې د بلخ ولايت د لسو كتاب پلورنځيو او همداراز د دغه ښار د يو شمېر عامه كتابتونونو كتابونه نندارې ته وړاندې شول.

د مزارشريف اوسېدونكي كه څه هم په دغه ولايت كې د كتاب او د كتاب لوستنې د اونې پيل ته خوښ دي، خو زياتوي چې دولت بايد په سمبوليكه توګه نه، بلكې بايد په هر اړخيزه توګه د كتاب لوستنې د دود د عامولو لپاره كار وكړي.

د دغه ښار اوسېدونكي او د بلخ پوهنتون محصل عطاء الله پژواك ته وويل، چې كه څه هم ورته نندارتونونه د كتاب لوستنې د عامولو په برخه كې ښه ګام دى؛ خو سمبوليك شكل لري.

نوموړي زياته كړه، چې دولت بايد په عملي توګه د كتاب او كتاب لوستنې په برخه كې كار وكړي.

د هغه په وينا، د كتاب لوستنې لپاره دې د كتاب ليكلو، چاپولو او ورته د ماركېټ پيدا كولو لپاره ګامونه واخلي.

عطاءالله وويل: ((دا چې په هېواد كې د كتاب چاپونې په برخه كې لا هم ستونزې شته، نو په ورته نندارتونونو كې د افغاني كتابونو پر ځاى بهرني كتابونه نندارې ته وړاندې كېږي.))

نوموړي زياته كړه، چې په ياد نندارتون كې هم زيات شمېر بهرني كتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رييس وويل، چې د كتاب لوستنې د عامولو لپاره لومړى د فكر جوړولو او مبارزې ته جدي اړتيا ده، چې ياد نندراتون يې د همداسې مبارزې ښه پيل وګاڼه.

نوموړي زياته كړه، چې په هېواد كې د وروستيو مثبتو بدلونونو په پايله كې د تصويري رسنيو له پيدا كېدو سره د كتاب لوستنې دود ته يو څه زيان رسېدلى دى.

د هغه په وينا، كه چېرې په سمه توګه د كتاب د ارزښت په اړه مبارزه وشي، نو په منځني ډول به د كتاب ترڅنګ له نورو پيغام رسوونكو اسبابو څخه كار واخيستل شي.

خليق وويل، چې ياد نندارتون به تر راتلونكو اوو ورځو پورې پرانيستى وي او په همدې ترڅ كې يې له ملي او سيمه ييزو رسنيو څخه وغوښتل، چې د كتاب او كتاب لوستنې د ارزښت په اړه خپرونې ولري.

Related Topics