Language

د ايساف هوايي بريد كې درې ماين خښوونكي ووژل شول

لښکرګاه (پژواک ٢٦ غويى ٩١): د هلمند مسوولين وايي، چې په سنګين ولسوالۍ كې د ايساف په هوايي بريد كې درې ماين خښوونكي وژل شوي دي.

د سنګين ولسوال محمدشريف خان د غويي ۲۶مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې ياد ماين خښوونکي نن سهار وخته درې بجې د دې ولسوالۍ په چناري سيمه كې وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، دغه کسان د سړک تر غاړې د ماين په خښولو بوخت وو، چې د ايساف تر هوايي بريد لاندې راغلل.

د نوموړي په وينا، چې د ايساف د ياد هوايي بريد او د ماين چاودنو له امله سيمې ته په يو نږدې کور کې يوه ښځه او يوه ماشومه نجلۍ ټپې شوې دي.

ولسوال وايي، چې ماين خښوونكې د هوايي بريد او د خپلو ماينونو د چاودنو له امله ټوټې ټوټې شوي او د بدن غړي يې شاوخوا ساحه کې پراته دي.

د ده په خبره، ياده ټپي ښځه او نجلۍ ايساف ځواکونو خپل روغتون ته يوړې او وروسته يې د لښكرګاه د ايمرجنسي روغتون ته لېږدولې دي.

په لښكرګاه كې د ايمريجنسي روغتون يوه كاركوونكي د نوم نه ښودو په شرط پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دوى ته له دې پېښې دوه ټپيان ور وړل شوي دي.

د روغتون دغې سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه وباله.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.