جلال اباد (پژواک ٢٦ غويى ٩١): د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي، وروسته له هغه له يوې ټپي يتيمې زده کوونکې سره نغدي مرسته وکړه، چې پژواک خبري اژانس له هغې سره د مرستې غوښتنه وکړه.
دولس کلنه ګلالۍ چې د شېرزادو ولسوالۍ د توتو اوسېدونکې ده، درې کاله وړاندې يې پلار په يوې چاودنه کې وژل شوى و.
نوموړې دوه مياشتې وړاندې د جلال اباد ښار په انګورباغ سيمه کې هغه مهال په يوه چاودنه کې ټپي او يتيم ورور يې ووژل شو، چې دوى دارالايتام ته په لاره وو.
په دې چاودنه کې د ګلالۍ ورور لومړى سخت ټپي شوى و، وروسته يې د سختو ټپونو له امله د ننګرهار په عامې روغتيا روغتون کې ساه ورکړه؛ خو ګلالۍ تراوسه له خپلو ټپونو څخه ځورېږي او تر درملنې لاندې ده.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د غويي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ګلالۍ په ملا او ښۍ پښه کې سخت ټپونه دي.
هغه زياته کړه، که څه هم د هغې درملنه روانه ده، خو بشپړه درملنه يې په دې روغتون کې ناشونې ده.
د مسلمانو ځوانانو د نړيوالې ټولنې له خوا نن په جلال اباد ښار کې پر يتيميانو مرستې وېشل کېدې، چې د نوموړې موسسې ځايي مشر فيضان الله مخلص پژواک اژانس ته د ګلالۍ په اړه معلومات ورکړل، چې تراوسه تر درملنې لاندې ده.
له غرمې وروسته د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي له ځايي خبريالانو سره ناسته درلوده.
په ختيځه سيمه کې د پژواک خبريال عبدالمعيد هاشمي، والي ګل اغا شېرزي ته د يادې نجلۍ کيسه وکړه او هغې سره يې د بيړنيو مرستو غوښتنه وکړه.
د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د پژواک له غوښتنې او وړانديز سره سم، ګلالۍ سره د دوه زره امريکايي ډالرو مرسته وکړه او د خپلې ادارې مسوولينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې ګلالۍ د نورې درملنې په موخه بګرام ته ولېږي.
د ګلالۍ مور د والي له خوا د مرستو له اعلان څخه وروسته پژواک ته وويل، چې پنځه يتيمان ور په غاړه دي او دا نه شي کولى، چې هم هغوى ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي او هم د ګلالۍ درملنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP