کابل (پژواک ٢٦ غويى ٩١): د افغانستان د کانونو وزارت وايي، د سيمې يو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د کانونو اړوند پروژې ګواښي، ترڅو د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخه ونيسي.
د کانونو وزير وحيدالله شهراني نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، د افغانستان دښمنانو د تاريخ په اوږدو کې هڅه کړې چې افغانستان ښو، ګټورو او هغو کارونو ته پرې نه ږدي چې له لارې يې اقتصاد پياوړى کېږي.
ده ونه ويل چې ياد ګواښونه د کومو هېوادونو له خوا کېږي، خو زياته يې کړه چې دغه ګواښونه حقيقت لري او د افغانستان حکومت په دې اړه ټول اړين اقدامات کړي، ترڅو د کانونو پروژې په سمه توګه پلې شي.
شهراني د دې ګواښونو په اړه کومه بېلګه وړاندې نه کړه، خو ويې ويل چې د سيمې ځينې هېوادونه د افغانستان د کانونو د پروژو په اړه په خلکو کې د منفي ذهنيتونو د خپرولو په موخه ناسم تبيلغات کوي او فزيکي ګواښونه يې هم کړي دي.
په لوګر کې د عينک د مسو کان او د هېواد په شمال ختيځو ولايتونو کې د امو سيند نفتي حوزه، هغه پروژې دي چې د استخراج او اکتشاف د چارو تړونونه يې د افغان حکومت او دوو چينايي کمپنيو ترمنځ لاسليک شوي دي.
د پژواک خبري اژانس د راپورونو له مخې، د ١٣٨٩ کال په چنګاښ مياشت کې د مس عينک پروژې پلي کوونکې چينايي کمپنۍ کارکونکو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، هغه مهال د يادې چاودنې مسووليت په غاړه اخيستى و او ويلي يې و، چې په چاودنه کې څلور چينايي کارکوونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
دغه راز د لوګر چارواکو هم پژواک خبري اژانس ته ويلي، د سيمې د يو شمېر هېوادونو استخباراتي کړۍ هڅه کوي، چې په دې ولايت کې د عينک د مسو پروژه له خنډ سره مخ کړي.
يوې سروې ښودلې، چې د افغانستان په دېرش سلنه خاوره کې تر درې تريليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل کانونه شته.
د دې کانونو په استخراج سره ښايي افغانستان پر ځان بسيا هېواد شي.
افغان چارواکي وايي، تر ٢٠٢٥ زېږديز کال پورې به افغانستان د کانونو له لارې په کال کې ٧ ميليارد امريکايي ډالره عايد ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP