کابل (پژواک٢٦غويى ٩١): شنونکي وايي، نړيوالو فشارونو، سياسي انزوا او اقتصادي زيانونو پاکستان دې ته اړ کړى چې ناټو ته د اکمالاتي لارو د بيا پرانېستلو تکل وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر او لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني، رسنيو ته داسې څرګندونې کړي چې ګواکې پاکستان نور نه غواړي ناټو ته د اکمالاتو لارې بندې وساتي.
پاکستان وروسته له هغه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر اکمالاتي کاروانونو لاره بنده کړه، چې د تېر زېږديز کال په وروستيو کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې ٢٤ پاکستاني پوځيان ووژل شول.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر تېره ورځ ويلي، پاکستان نه شي کولى د نامحدودې مودې لپاره د ناټو اکمالات وځنډوي.
هغه وايي: “پاکستان د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړى دى او موږ له خپلو مسووليتونو خبر يو.”
د کهر د څرګندونو له مخې، پاکستان افغانستان کې نړيوالو ځواکونو ته ستونزې نه جوړوي، بلکې هغوى ته د اسانتياوو پيداکولو په هڅه کې دی.
د هغې په وينا، پاکستان له ناټو سره چې ٤٨ هېوادونه يې غړي دي، د مقابلې توان نه لري.
پاکستاني چارواکي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن څو ورځې وړاندې ويلي و، له پاکستان سره د ناټو د اکمالاتو د ترانزيتي لارې د پرانېستلو په اړه خبرې روانې دي او پرمختګ هم په کې شوى دى؛ خو پاکستان د افغانستان په اړه د شيکاګو نړيوال کنفرانس ته تراوسه نه دى بلل شوى.
يو شمېر سياسي شنونکي وايي، چې پاکستان د نړيوالو فشارونو او د امريکا متحده ايالتونو له خوا پر دې هېواد د مرستو کمېدو او ځنډېدو دې ته اړ کړى، چې ناټو ته د اکمالاتي لارو د بيا پرانېستلو پرېکړه وکړي.
د پاکستان او امريکا د خرابو اړيکو له امله د امريکا کانګرېس، پاکستان سره له کېدونکو مرستو څخه ٧٠٠ ميليونه ډالر ځنډولي دي.
تېره اونۍ د کانګرېس يوه غړي دا غوښتنه هم کړې وه، چې په افغانستان کې د وژل کېدونکي هر امريکايي سرتېري پر سر دې پر پاکستان د پنځوس ميليونه ډالرو مرسته بنده شي.
خو وړمه ورځ امريکايي سرچينو ويلي وو، چې امريکا غواړي د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې پاکستان ته يونيم ميليارډه ډالر چې ځنډول شوي وو، بېرته ورکړي.
سياسي شنونکي احمد سعيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پاکستان له خوا پر ناټو د اکمالاتي لارو بندول پاکستان ته بې ګټې وو او د پاکستان لپاره يې مثبته پايله نه لرله.
دى وايي، پاکستان غوښتل چې پر امريکا د فشار راوستو په موخه ياده لاره د ناټو پر اکمالاتو بنده کړي، خو دې فشار هېڅ اغېز نه درلود او ان امريکا د پاکستانيو پوځيانو د وژلو له امله له پاکستان څخه بښنه هم ونه غوښته.
د ده په اند، پاکستان نور د امريکا د سياسي او اقتصادي فشار توان نه لري او کابينه به يې نن په خپله ځانګړې ناسته کې د يادې لارې د بيا پرانېستلو پرېکړه وکړي.
ده وويل چې پاکستان د شيکاګو په ناسته کې ګډون ته لېوال دى؛ خو بلنه نه ده ورکړل شوې او که داسې وشي، نو پاکستان به تر پخوا لا ډېر په نړيواله کچه منزوي شي.
ټاکل شوې چې په شيکاګو کې د ناټو سرمشريزه د روانې زېږديزې مياشتې په ٢٠مه جوړه او تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغان امنيتي ځواکونو د تمويل او سمبالښت په اړه پرېکړه وکړي.
سعيدي وويل چې د روسيې او منځنۍ اسيا هېوادونو لار په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتو لپاره بديله لاره ده؛ خو د پاکستان په پرتله له دې لارې ناټو ته اکمالات ګران پرېوځي.
خو دى وايي، د هغو مرستو نيمه برخه چې امريکا يې له پاکستان سره کوي، کولى شي د ناټو د اکمالاتو ګران پرېوتل جبران کړي.
سعيدي زياته کړه: “له همدې امله پاکستان هم اړ دى د ناټو اکمالاتو ته د لارو د پرانېستلو پرېکړه وکړي.”
د سعيدي په وينا ، امريکا په پام کې لري چې په پاکستان کې مېشته “حقاني شبکه” په تور ليست کې شامله کړي، چې دا به په خپله پر پاکستان نړيوال فشارونه نور هم ډېر کړي.
بل سياسي کارپوه او د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال هم وايي، که پاکستان له نړۍ سره د تفاهم لار پيدا نه کړي، نو نور به هم منزوي او زيانمن شي.
د ده په وينا، د پاکستان له خوا پر ناټو د اکمالاتي لارو تړلو د پاکستان لپاره هېڅ کومه ګټه نه درلوده او نه يواځې دا چې امريکا او د ناټو غړي هېوادونه يې اړ نه کړل، چې خپلو پاليسيو کې بدلون راولي، بلکې پاکستان يې لا کمزوى کړ.
لېوال هم وايي، چې امريکا ان د پاکستانيو پوځيانو د وژلو له امله بښنه هم ونه غوښته او ورځ تر بلې پر پاکستان فشارونه زيات شول او د پاکستان له خوا د لارې د بندېدو زيان تر ډېره په خپله پاکستان وليد.
دى وايي: “پاکستان په سياسي لحاظ په نړيواله کچه منزوي شو، په اقتصادي لحاظ يې هم زيان وليد او هغه اعتماد يې هم له لاسه ورکړ چې يو وخت نړيوالې ټولنې پرې درلود.”
لېوال د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند لاسليک ته په اشارې سره وويل، چې د دې تړون ترڅنګ، پاکستان ته په شيکاګو غونډه کې نه بلنه هم هغه څه دى، چې پر پاکستان يې اغېز کړى دى.
ده زياته کړه: “پاکستان داسې احساسوي چې نور په دې قضيه کې حاشيې ته ټېل وهل کېږي، منزوي کېږي، ځکه نو مجبور دى چې په خپلو سياستونو کې تجديد نظر وکړي.”
د هغه په اند، پاکستان ډېره هڅه وکړه چې د چين په ګډون په سيمه کې داسې متحد پيدا کړي، چې د امريکا ځاى ناستى شي، خو په کې پاتى راغى.