Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ٣ مياشتو کې به د اقينې بندر او اندخوى ترمنځ د نفتي سيمې د نفتو کچه معلومه شي

کابل (پژواک ٢٦ غويى ٩١): د ٦،٥ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت به په درېيو مياشتو کې د فارياب د اقينې بندر او اندخوى ولسوالۍ ترمنځ د نفت لرونکې سيمې د نفتو کچه معلومه شي.

په همدې موخه نن د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني او د تېراسايز لمټډ (Terasize limited) په نوم د کاناډايي کمپنۍ د مشر جان (John) ترمنځ په کابل ک تړون لاسليک شو.

شهراني د ياد تړون تر لاسليک وروسته خبريالانو ته وويل، چې د دغه تړون له مخې به ياده کمپنۍ د اقينې بندر او اندخوى ولسوالۍ ترمنځ په ٢٣٦کيلومتره مربع ساحه کې د نفتو د کچې معلومولو په موخه څېړنې وکړي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، دغه کمپنۍ به د درېيو مياشتو په موده کې د کانونو د کچې په پرمختللې طريقه (2D) او د پرمختللو وسايلو په کارولو سره په ياده سيمه کې د ٧٠٠٠ مترو په ژوروالي سره برمې ښکته کړي.

هغه وايي، چې په ياده سيمه کې د نفتو د کچې تر معلومېدو وروسته به د يادې سيمې د نفتو د استخراج او اکتشاف تړون نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

د يادې کاناډايۍ کمپنۍ مشر جان خوښي وښوده چې يو ځل بيا يې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پروژې پلې کولو موقع ترلاسه کړې ده.

هغه وويل، چې دغه کمپنۍ چې مرکز يې په دوبۍ کې دى، په سوډان او ځينو نورو هېوادونو کې د نفتو په برخه کې د ډېرو کلونو کاري تجربه لري.

يوې سروې ښودلې، چې د افغانستان په دېرش سلنه خاوره کې تر درې تريليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل کانونه شتون لري.

دغه راز د معتبرو نړيوالو بنسټونو څېړنې ښيي، چې په افغانستان کې د امو سيند او افغان تاجک د نفتي حوزو ترڅنګ څلور نورې لويې د نفتو او ګازو حوزې شتون لري.

په يادو څلورو حوزو کې ( د کُشک نفتي حوزه، په هرات کې د تېرپل په نوم نفتي حوزه، د کټواز نفتي حوزه او د هلمند نفتي حوزه ) شاملې دي.

دا مهال په افغانستان کې د نفتو استخراج نه کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.