کابل (پژواک ٢٦ غويى ٩١): په ايساف کې د ادغام مجدد د برخې مشر وايي چې تردې مهاله په افغانستان کې ٤٤٠٠ د دولت مخالف وسلوال له دې پروسې سره يوځاى شوي دي.
د ايساف، ملکي ژوندانه ته د راګرځېدو (ادغام مجدد) د برخې مشر تورن جنرال هوک (Major General Hook) د غويي په ٢٦مه، کابل کې خبريالانو ته وويل چې ملکي ژوند ته د راستنولو پروګرام په ٢٠٠٩ کال کې د افغانستان د حکومت په غوښتنه رامنځ ته شوى دى.
هغه زياته کړه، د دې پروګرام لپاره په ټوليز ډول ٢٠٠ ميليونه ډالر ځانګړي شوي دي، چې د امريکا د متحده ايالتونو، جاپان او ځينو نورو هېوادونو له خوا ورکول کېږي.
هوک وويل چې په تېرو څو مياشتو کې، د ادغام مجدد له پروسې سره د مخالفينو په يوځاى کېدو کې شاوخوا ٢٥ سلنه ډېروالى راغلى دى.
خو نوموړى وايي، چې ځينې کسان د وسلوالو په نوم غواړي له دې پروګرام سره د يوځاى کېدو له لارې پيسې واخلي.
د هوک په خبره، له ياد پروګرام سره د يوځاى کېدونکو هويت بايد د ولايتي چارواکو او د سولې د ولايتي شورا د مسوولينو له خوا څرګند شي، ترڅو له دې پروسې ناسمه ګټه پورته نه شي.
ده وويل چې له يادې پروسې سره يو ځاى کېدونکي هر تن ته د مياشتې ١٢٠ ډالره ورکول کېږي، ترڅو خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړي.
هوک د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې له ياد پروګرام سره د ځينو يوځاى شويو کسانو د ژوند ساتنې لپاره څنګه پاملرنه کېداى شي؟ وويل چې له ياد پروګرام سره د يوځاى شويو کسانو د ژوند ساتنې مسووليت د افغان امنيتي ځواکونه په غاړه دى.
د هغه په وينا، د ياد پروګرام مشري د افغانانو پر غاړه ده، ترڅو هغوى خپل هېوادوال سولې او عادي ژوند ته راوبولي؛ خو زياتوي چې نړيواله ټولنه يې ملاتړ کوي.
په غونډه کې په افغانستان کې د ايساف ځواکونو وياند کريسټين جاکوبسن (Christian Jacobson) د افغان دولت پر مخالفينو غږ وکړ، چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي او د خپل هېواد په سوله کې ونډه واخلي.
د هوک په خبره، د دولت مخالف وسلوال دوه لارې لري؛ يا خو به د سولې له پروسې سره يوځاى کېږي، يا به وژل کېږي او يا هم نيول کېږي.