پل علم (پژواک ٢٧ غويى ٩١): د لوګر ولايت د امنيه قوماندانۍ نوې ودانۍ نن جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارله شوه.
د دغې ودانۍ د پرانېستنې په مراسمو کې د لوګر والي محمد طاهرخان صبري، د ٥٠٥ شمشاد زون قوماندان پاسوال ګل نبي احمدزى او د لوګر يو شمېر سکتوري او دولتي چارواکو ګډون درلود.
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ودانۍ له دوو کلونو کار وروسته، نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د نوموړي په وينا، دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې په ٢٠ جريبه ځمکه کې جوړه شوې، چې د پوليسو ټولې اړتياوې په کې په پام کې نيول شوې دي.
روغ لېوني زياته کړه، چې د لوګر د امنيه قوماندانۍ په نوې ودانۍ کې د اوبو رسولو سيستم، انټرنټ،برېښنا، د موټرو تمځى، روزنيز مرکز، ليليه، د ډوډۍ خوړلو ځاى، وسله تون او اداري خونې په پام کې نيول شوې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ د امريکا د دفاع وزارت له مرستو څخه د اووه ميليونو او ٥٠٠زرو ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
د ٥٠٥ شمشاد زون قوماندان پاسوال ګل نبي احمدزى د دغې ودانۍ د پرانېستلو په مراسمو کې وويل، چې دغه ودانۍ د مخالفينو جدي ګواښونو ته په پام کې نيولو سره جوړه شوې او بايد په سمه توګه وساتل شي.
نوموړي څرګنده کړه، چې پخوانۍ ودانۍ د استوګنې د کورونو منځ کې موقعيت درلود، چې د پوليسو فعاليت يې له ستونزو سره مخ کاوه؛ خو دغه ودانۍ د پل علم ښار د شمال په يوه کيلومترۍ کې جوړه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP