مزارشريف (پژواك ٢٧ غويى ٩١): كه څه هم دملي پوليسوپه ليكوكې ځينې نيمګړتياوې شته؛ خو د تېرو څو كلونو په پرتله د هېواد د شمال امنيتي حالت ښه شوى دى.
دغه څرګندونې د كورنيو چارو وزير بسم الله محمدي د غويي په ۲۷مه، شمال زون ته د خپل رسمي سفر په ترڅ كې په مزارشريف كې خبريالانو ته وكړې.
نوموړي چې په شمال زون كې د پوليسو د مركزونو د كتنې او د دغه زون د امنيتي حالت د څارنې په موخه يې د خپل رسمي سفر په ترڅ كې په مزارشريف كې خبري ناستې ته وويل، چې په شمال كې د ملي پوليسو شمېر زيات شوى او د دغه زون په ځينو ولايتونو كې د لا ډاډمن امنيتي حالت د ساتنې په موخه د سيمه ييزو پوليسو تشكيل هم د جوړېدو په حال كې دى.
هغه د ملي پوليسو د شمېر د زياتوالي په اړه جزئيات ورنه كړل، خو زياته يې كړه چې د شمال زون په جوزجان ولايت كې سيمه ييزو پوليسو د جوړېدو په حال كې دي او د بلخ ولايت په ځينو ولسواليو كې به هم په نږدې موده كې دغه چاره پيل شي.
محمدي وويل، سيمه ييز پوليس د هېواد په نورو څنډو كې د امنيت راوستو په برخه كې ښه ثابت شوي او تمه لري، چې په شمال كې به يې هم جوړېدل ښې پايلې ولري.
نوموړي زياته كړه، د تېر په پرتله په شمال زون كې امنيتي حالت ښه شوى دى او دوى هڅه كوي، چې دغه حالت همداسې خوندي وساتي.
د يادونې وړ ده، چې د کورنيو چارو وزارت او ايساف په ګډه د شاوخوا ٣٠ زرو سيمه ييزو پوليسو تشکيل جوړ کړى، چې تراوسه د هېواد په ٦٠ ولسواليو کې شاوخوا ١٧ زره سيمه ييز پوليس فعاليت کوي.
د بلخ ولايت د ولايتي شورا رييس ډاكټر محمدافضل حديد، چې په خبري ناسته كې يې برخه درلوده، وويل، د پوليسو په ليكو کې په ډېره پيمانه فساد شته دى.
نوموړي له كورنيو چارو وزير څخه په جدي توګه د دغې ستونزې د حل په موخه د بېړنيو ګامونو د اخيستو غوښتنه وكړه.
د كورنيو چارو وزير هم وويل، چې لا هم د شمال زون د ملي پوليسو په ليكو كې ځينې نيمګړتياوې شته، چې دوى يې د لرې كولو هڅې كوي.
محمدي وويل: ((پوليس خپل موټر تېز چلوي، ځينې وخت د پوليسو له يونيفورم څخه ناوړه ګټه اخيستل كېږي، ځاى ځاى عام خلك هم د پوليسو له خوا ځورول كېږي او ځينې خلك په كې په فساد هم ښكېل دي.))
نوموړي زياته كړه، دوى هڅه كوي چې په دغه زون كې د سالمې مسلكي روزنې له لارې دغه ستونزې هوارې كړي او پوليس په ټولنه معنا د ټولنې خدمتګار جوړ كړي.
د هغه په وينا، د پوليسو د نيمګړتياوو د له منځه وړلو په برخه كې بايد خلك له دوى سره مرسته وكړي او د پوليسو تشې ورپه ګوته كړي.
د كورنيو چارو وزير، همداراز د بلخ او سرپل ولايتونو د زندانونو د ځاى د كمښت په اړه خپله اندېښنه وښوده او زياته يې كړه، دوى هڅه كوي چې په دغو دواړو ولايتونو كې د زندانونو دغه ستونزه حل كړي.
نوموړي زياته كړه، په داسې حال كې چې پوليس بايد په ټوله معنا د هېواد د امنيتي چارو سمبالښت په ښه توګه ترسره كړي، د زندانونو د مسووليت اخيستو ته چمتو نه وو.
د هغه په وينا : ((زه راضي نه وم چې د هېواد د امنيتي زندانونو مسووليت، له عدليې وزرات څخه كورنيو چارو وزارت ته وسپارل شي.))
د كورنيو چارو وزير د امنيت د لېږد د درېيم پړاو هركلى وكړ او زياته كړه، چې په دې پړاو كې هم د شمال زون ځينې ولايتونه شمال دي، چې د امنيت مسووليت به يې افغان ځواكونو ته سپارل كېږي.