کابل (پژواک ٢٨ غويى٩١):د افغانستان حکومت له ٢٠١٤ کال وروسته د افغان ځواکونو د تمويل په موخه د جرمني او استراليا د مالي مرستو هرکلى کوي او هغه د افغان ځواکونو د پياوړي کولو لپاره يو مثبت ګام بولي.
د يادو هېوادونو لخوا په داسې حال کې د افغان ځواکونو د تمويل ژمنې کېږي ، چې د جون په مياشت کې د امريکا په شيکاګو کې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې د افغان ځواکونو پرتمويل خبرې کېږي .
د ولسمشر د وياندوى د مطبوعاتي دفتر لخوا د غويي په ٢٨ مه ، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د جرمني لومړۍ وزيرې انګلامرکل له ولسمشرحامدکرزي سره د اوږدمهاله همکاريو سند ترلاسليک وروسته وويل، چې هېواد يې له ٢٠١٤ کال وروسته هر کال د افغان ځواکونو د تمويل په موخه ١٥٠ ميليونه يورو مرسته کوي .
دغه راز سرچينه زياتوي ، چې د استراليا لومړۍ وزيرې جوليا ګيلارد هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغه هېواد هم له ٢٠١٤ کال وروسته د درېيو کلونو لپاره هرکال ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالره مرسته د افغان امنيتي ځواکونو د تمويل په موخه کوي .
په خبرپاڼه کې د يادو مرستو د اعلان په اړه د ولسمشر د وياند ايمل فيضي له نقله راغلي : ((موږ د جرمني او استراليا د مرستو له دې اعلان څخه هرکلى کوو او هيله لرو، چې نور هېوادونه هم د افغان ځواکونو د پايښت لپاره خپلې مرستې اعلان کړي، ترڅو افغان ځواکونه وکولى شي په خپله د هېواد امنيت خوندي کړي .))
فيضي زياته کړې : (( د افغانستان امنيتي سکتور سره د نړېوالې ټولنې مرستې په حقيقت کې د نړيوال امنيت په موخه پانګونه ده. ))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP