کابل(پژواک٢٨ غويى٩١): د اکسفام په ګډون يو شمېر موسسې وايي، چې د شيکاګو په سرمشريزه کې ناټو بايد ژمنه او ډاډ ورکړي ، چې افغان امنيتي ځواکونه ددې وړتيا پيدا کړي ، چې د افغان ښځو، نارينه وو او ماشومانو لپاره د نظم او قانون ساتنه وکړي.
٢٠ مخکښو افغان او بهرنيو مرستندويه موسسو نن د غويي په ٢٨مه، پر ناټو او افغان حکومت غږ وکړ، تر څو ژمن شي او ډاډ ورکړي ،چې افغان امنيتي ځواکونه ددې وړتيا پيدا کړي، چې د ملکي کسانو ژوند وساتي او له خپلې دندې د ناوړه استفادې او د نړيوالو قواعدو د نقض په صورت کې ځواب ويونکي دي.
سرچينې خبردارى ورکړى، که چېرې په هېواد کې له ٢٠١٤ کاله وروسته ١٢٠٠٠٠ سرتېري له خپلو دندو لرې شي او د کار زمينې ورته برابرې نه شي، نو په جرمونو او ناامنيو کې به په احتمالي توګه ډېروالى راشي.
ناټو او افغان ځواکونه په پام کې لري، چې له ٢٠١٤ کال وروسته دافغان ځواکونو په شمېره کې ١٢٠ زره سرتېري کم کړي.
د اکسفام په ګډون، د بشر پر حقونو د څار موسسې، د ناروې د کډوالو شورا او د افغانستان د ښځو، سولې او امنيت څېړنيز انسټيتيوټ لخوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې له ناټو غړيو هېوادونو غوښتي، چې د شيکاګو په سر مشريزه کې ،چې راتلونکې اونۍ ( د مى په ٢٠-٢١ ) جوړېږي، په افغانستان کې د خپل راتلونکي نقش په اړه مشورې وکړي.
دوى وايي چې د افغان امنيتي ځواکونو د ظرفيت او کيفيت په لوړوالو کې د ناټو له ځينو مثبتو هڅو سره سره، نورو هڅو او حفاظتي تدابيرو ته اړتيا ده.
د سوېل آسيا لپاره د اکسفام د موسسې ساحوي مشر انجوان تورن (Anjo van Toorn)ويلي، په تېرې لسيزې کې د ميليونونو افغان ښځو، نارينه وو او ماشومانو په ژوند کې پرمختګ شوى ، خو دا پرمختګونه په دوامداره توګه د ناامنۍ او د قانون د کمزوري حاکميت له امله له ګواښ سره مخ دي.
نوموړي زياته کړې ،چې په افغان امنيتي ځواکونو کې د کمزورو روزل شويو او مسووليت نه منونکيو سرتېرو لخوا د ناوړه ګټه اخيستنې کره راپورونه شته.
د هغه په وينا ،د ناټو غړي هېوادونه مسووليت لري، ترڅوډاډ ترلاسه شي هغه امنيتي ځواکونه، چې ددوى په مرسته رامنځته شوي، روزل شوي او په وسلو سمبال شوي، ژمن دي ، چې له قانون څخه سرغړونه ،نه کوي او ټولو افغانانو ته به خدمت کوي.
خبرپاڼې زياته کړې، کوم امنيتي ځواکونه ، چې کمزوري روزل شوي، په ټولنه کې د نظم او قانون د رعايت په برخه کې د مسووليت احساس نه کوي، نو د افغانانو، سولې او د سيمې د امنيت په تاوان دي.
دغو موسسو له افغان دولت او ناټو غوښتي ، څو ډاډ ورکړي چې ملکي تلفات او له افغان امنيتي ځواکونو د ناوړه ګټې اخيستنې تورونه، د افغانستان د دولت لخوا په سمه توګه تعقيب او څېړل کېږي او هر چېرته چې مناسب وي په قانوني ډول تر عدليي تعقيب لاندې نيول کېږي.
سرچينې زياته کړې ،چې ددې لپاره يوې داسې ډلې ته اړتيا ده ،چې افغان امنيتي ځواکونو ته د منسوبو ملکي تلفاتو څارنه وکړي او د افغانانو د تلفاتو له مخنيوي سره مرسته وکړي، په ځانګړې توګه له افغان امنيتي ځواکونو د شکايتونو برخه، چې په پوره توګه څرګنده، اسانه، رڼه، خپلواکه او په اسانۍ سره ورته لاسرسي موجود وي.
يادې سرچينې ويلي، په امنيتي ځواکونو او په ځانګړې توګه په پوليسو کې دې د ښځينه پرسونل استخدام ته سرعت ورکړل شي ، ترڅو ډاډ ترلاسه شي ، چې د امنيتي خدمتونوپه برخو ښځې او نجونې په اسانه لاسرسى پيدا کولى شي.