کلات ( پژواک ٢٨ غويى ٩١ ) : په زابل ولایت کې د کابل -کندهار پر لویه لاره د ایساف د اکمالاتي کاروان ساتونکو دوه ځوانان ووژل او درې نور يې ټپيان کړل .
ددې ولايت د شاه جوی ولسوال محمد صدیق د غويي په ۲۸ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پيښه نن ماسپښین شاوخوا یوبجه رامنځ ته شوه .
نوموړي زياته کړه ،چې د شاه جوى ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي د موټرو په یوه کاروان کې د یوه را خوشې شوي بندي دهرکلي لپاره دغزني لخوا بیرته د شاه جوى خواته روان و، چې د ولسوالۍ د مرکز ختیځ خواته ورباندې ډزې وشوې .
ولسوال وویل چې په ډزو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي او ۶ موټر هم زیانمن شوي دي .
دده په خبره، چې ټپيان د پولیسو له لوري ورغتون ته لیږدول شوي، خو ده یې د روغتیايي وضعې په اړه معلومات نه درلودل.
هغه زیاته کړه چې پولیسو د پيښي په تړاو د امنیتي کمپنۍ دوه ساتونکي، چې پر خلکو یې ډزې کړي، نیولي دي او اوس ترې پوښتنې روانې دي
د شاه جوى ولسوالۍ یوه اوسیدونکي محمد نبي پژواک اژانس ته وویل چې د ایساف د اکمالاتي کاروان د ساتونکو په ډزو کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي .
د نوموړي په وينا، په وژل شویو کې دوه یې د ښوونځي زده کوونکي دي او یو بل هم د سیمي اوسیدونکي دى او درې واړه وژل شوي کسان د شاه جوى ولسوالۍ د کلاخیلو د کلي اوسیدونکي و.
هغه زياتوي، چې چارواکي باید قاتلینو ته سخته سزا ورکړي، ځکه خلک د پيښي په اړه سخت په غوسه دي.
شاوخوا دوه اونۍ مخکې هم د شاه جوى ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو او ایساف ځواکونو په نښته کې درې ماشومان وژل شوي و او درې نور ټپيان و، چې په غبرګون کې يې خلکو لاريون هم کړى و .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP