Language

په بلخ کې د نشه يي توکيو قاچاق ډېر شوى دى

مزارشريف (پژواك ٢٨ غويى ٩١ ) : د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال وايي ، چې په بلخ ولايت كې د روږدو كسانو د شمېر ډېرښت او د نشه يي توكو قاچاق دوه د اندېښنې وړ مسـئلې دي.

د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې مرستيال وزير انجنير محمد ابراهيم اظهر د غويي په ۲۸مه،بلخ ولايت كې خبري ناستې ته وويل، چې دوى هر كال د افغانستان په ۲۶ ولايتونو كې د نشه يي  توكو پر وړاندې د مبارزې كمپاين ترسره کوي.

نوموړي زياته كړه، چې مزارشريف ښار  ته يې په همدې موخه سفر كړى، چې د نشه يي توكو د قاچاق،سوداګرۍ، كښت او توليد په برخه كې د عامه پوهاوي لړۍ پيل كړي.

د هغه په وينا، دغه كمپاين يواځې په هغو ولايتونو كې نه تر سره كېږي، چې دكوكنارو كښت په كې كېږي، بلكې هغه ولايتونه هم په كې شامل دي، چې په نشه يې توکو روږدي كسان ډېر وي او د نشه يي توكو قاچاق په كې روان وي.

انجنير اظهر وويل، چې بلخ د هېواد له هغو ولايتونو څخه دى، چې له تېرو شپږو كلونو را هيسې پكې د كوكنارو كر صفر دى؛ خو په دغه ولايت كې د ردوږدو كسانو ډېرښت او د نشه يي توكو روان قاچاق د اندېښنې وړ مسئلې دي.

نوموړي زياته كړه،دوى هڅه كوي، چې له سيمه ييزو چارواكو سره په همغږۍ په دغه ولايت كې د يادو ستونزو د حل په موخه ګامونه واخلي.

په بلخ کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې رييس عبدالرحيم اوغلي وايي، چې اوسمهال په دغه ولايت کې په نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېر شاوخوا ۶۰ زره تنو ته رسېدلی دی.

نوموړي زياته کړه، چې دغه شمېر په ۲۰۰۵  کال کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت لخوا په شوې سروې کې ۴۰ زره تنه و ، چې د دوی په وينا، نږدې يو په دوه زياتوالی په کې راغلی دی.

اوغلي وويل، چې په دغو کسانو کې په تارياکو، هيرويين، مورفين  او شرابو  روږدي شامل دي.

د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې مرستيال وزير وويل، چې په پام كې لري، چې په بلخ ولايت كې د روږدو كسانو لپاره يو كلينيك، اووه ښوونځي او د سيمينارونو ستر تالار د ياد وزارت له بوديجې څخه جوړ شي.

نوموړي زياته كړه، په پلان كې ده، چې د راتلونكې اونۍ په اوږدو كې د شمال په درېيو ولايتونو (بغلان، فارياب او بدخشان) كې د كوكنارو د كښت د اړولو لړۍ پيل شي.

هغه په ډاګه نه كړه، چې په يادو ولايتونو كې به څومره كوكنار كرل شوي وي؛ خو ويې ويل، چې د تېر كال په پرتله د هېواد په كچه د كوكنار اړولو سږنۍ لړۍ ښه پر مخ ځي.

د هغه په وينا ، تېر كال يې تر دې دمه په ټول هېواد كې ۳زره هيكتاره ځمكه اړولې وه ، خو سږ كال يې ترې دمه څه كم ۱۰ زره هيكتار ځمكه له كوكنارو پاكه كړې ده.

له نشه يي توكو سره د مبارزې وزير وويل، چې كه څه هم دوى په ټوله مانا د نشه يي توكو پر وړاندې روانه مبارزه په ګړنديتوب پر مخ بيايي، خو لا هم د نشه يي توكو د سترو قاچابرانو د مخنيوي په برخه كې پاتې راغلي دي.

Related Topics