Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل ښـار کې د عربي سرو زرو بيه ټيټه شوې ده

کابل ښار (پژواک ٢٨ غويى ٩١): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د عربي سرو زرو بيه لوېدلې، خو د نورو لومړنيو توکو بيې پر خپل ځاى پاتې دي .

د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سرو زرو يو پلورونکي عبدالبصير وايي، چې د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢١٥٠ څخه ٢١٠٠ افغانيو ته رالوېدلې، خو د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه د تېرې پنجشنبې په څېر١٨٠٠ افغانۍ ده.

ده وويل، چې په کابل کې د سرو زرو بيې په نړيوالو بازارونو کې د سرو زرو له بيو سره تړلې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې رييس حاجي فضل الرحمن وايي، چې د تېرې پنجشنبې په پرتله د لومړنيو خوارکي توکو بيې پر خپل حال پاتې دي.

هغه وايي ،چې د تېرې پنجشنبې په څېر نن د ٥٠ کيلو لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه ٢٩٠٠ افغانۍ د پنځوس کيلو برازيلۍ بورې د عمده پلور بيه ١٨٥٠ افغانۍ، د پنځوس کيلو پاکستاني اوړو بيه ٩٩٠ افغانۍ ،د ٥ کيلو سپين غر غوړيو بيه ٤٢٠ افغانۍ، د يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ١٩٠ افغانۍ او د يو کيلو شين اندونيزيايي چاى بيه ١٦٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار د قلعه فتح الله په سيمه کې يو هټۍ وال وحيد وايي، چې په پرچون ډول ٥٠ کيلو لومړۍ درجه سېله وريجې په ٢٩٥٠ افغانۍ او ٥٠ کيلويي برازيلۍ بوره په ١٩٨٠ افغانيو پلوري .

هغه زياته کړه، چې په پرچون ډول ٥٠ کيلو پاکستاني اوړه په ١١٠٠ افغانۍ، ٥ کيلو سپين غر غوړي په ٤٨٠ افغانۍ، يو کيلو افريقايي تور چاى په ٢١٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٩٠ افغانۍ پلوري.

په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په څېر د سون توکو په بيو کې هم بدلون نه دى راغلى .

د تايمني پروژې د پنځم سړک د ګاز يوه پلورنکي نور احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې پنجشنبې په څېر يو کيلو ګاز  په ٤٥ افغانۍ پلوري.

د بره کي څلور لارې د تېلو ټانک يو کارکوونکى محمد يما وايي، چې د تېرې پنجشنبې په څېر نن يو لېتر ډېزل تېل په ٦٣ افغانۍ او پټرول په ٦٥ افغانۍ پلوري.

د کابل د شهزاده سراى د صرافانو د ټولنې د مشر محمدامين جان خوستي د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٠،٢٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو د پير بيه ٥٤٨ افغانۍ ده.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٠،١٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو د پير بيه ٥٤٧ افغانۍ وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.