Language

اسعداباد (پژواک ٢٩ غويى ٩١): د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې پر يوه کور د هاوان د څو مرميو د لګېدو له امله نهه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سهار لس بجې د وسلوالو مخالفينو له لوري توغول شوې د هاوان څلور مرمۍ د وټه پور په ولسوالۍ کې پر يوه کور لګېدلې دي.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو ماشوم او يوه ښځه ځاى پر ځاى وژل شوي او بل ماشوم وروسته د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د ده په وينا، په دغه بريد کې دوه نورې مېرمنې او څلور ماشومان ټپي شوي. چې ټول د کونړ ولايت مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

د والي د معلوماتو له مخې، درې نور هاوانونه د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه پر شاړه ځمکه لګېدلي، خو زيان يې نه دى اړولى.

د کونړ د مرکزي روغتون نوکريوال ډاکټر مطيع الله ساپى وايي، چې روغتون ته اوه ټپيان ور وړل شوي دي. خو د ټپيانو له ډلې يوه ماشوم د ډېرو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د قربانيانو د کورنۍ يو تن، لايق وايي، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې رامنځته شوه او په ترڅ کې يې د ده يو کلنه لور، يوه خور او د کورنۍ يو بل غړى يې وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

نوموړي له دې امله چې پېښې ډېر غمجن کړى و، د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د کونړ د مرکز اسعداباد ښار اوسېدونکى همايون ياده پېښه په کلکه غندي او د جګړې له ښکېلو لورو غواړي، چې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د اسعداباد بل اوسېدونکى روح الله وايي، هرڅوک چې ولسي خلک وژني هغه د ولس دښمنان دي.

دى هم د دولت وسلوال مخالفين او بهرني ځواکونه تورنوي، چې د ملکي وګړو ژوند ته لازمه پاملرنه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم په کونړ ولايت کې د طالبانو او بهرنيو ځواکونو له خوا ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې اوښتې ده.

څو ورځې مخکې په ياده ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو له خوا پنځه ملکي وګړي ووژل شول.

Related Topics