کابل (پژواک ٣٠ غويى ٩١): ترانسپورت وزارت شاوخوا دوه کاله مخکې ويلي و، چې په ٧ مياشتو کې به د افغان سوداګرو موټر د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته تګ راتګ ولري؛ خو تراوسه دا کار نه دى شوى.
افغانستان په ١٣٥٥ کال کې د سړک نړيوال سازمان (IRU) غړيتوب ترلاسه کړ، خو د جګړو له امله يې د دې سازمان له اسانتياوو ګټه نه شواى پورته کولى.
خو د ١٣٨٩ کال په ليندۍ مياشت کې يې بيا له دې سازمان سره هوکړه ليک لاسليک کړ، ترڅو د دې سازمان له اسانتياوو برخمن شي.
د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت چارواکو، د دې هوکړې د لاسليک پر مهال ويلي وو، چې په اووه مياشتو کې به د افغان سوداګرو موټر د اسيا، افريقا او اروپا هېوادونو ته تګ راتګ وکولى شي.
خو د افغانستان د باروړونکو شرکتونو د ټولنې مشر حليم يوسف، نن د دې ټولنې په نهمه کنګره کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان باروړونکي موټر تراوسه يواځې د پاکستان تر پېښوره پوره تلى شي.
دى وايي، چې تراوسه هم حکومت د افغانستان باروړونکو شرکتونو ته دا لارې چارې نه دي برابرې کړي، چې موټر يې ګاونډيو او د سيمې هېوادونو ته ولاړ شي.
د هغه په وينا، مخکې له دې افغان چارواکو ويل چې د افغانستان د ترانسپورتي شرکتونو موټر په نړيوالو معيارونو برابر نه دي؛ نو ځکه ګاونډيو او نورو هېوادونو ته د تګ اجازه نه لري.
سرچينې زياته کړه: “داسې هم نه ده چې زموږ ټول موټر په نړيوالو معيارونو برابر نه دي؛ داسې شرکتونه هم لرو چې د موټرو معيار يې د ګاونډيو او سيمې هېوادونو له معيارونو څخه پورته دي.”
هغه له حکومتي چارواکو وغوښتل، چې په دې اړه له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې وکړي، ترڅو د افغانستان باروړونکي موټر هم بهر ته تګ راتګ وکولاى شي.
خو د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت وياند ننګيالى قلاتوال وايي، چې په تېرو کلونو کې د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د سياسي وضعيت بدلېدل رابدلېدل، د دې لامل و چې افغانستان د سړک د نړيوال سازمان له اسانتياوو ګټه پورته نه شي کړى.
دى وايي، دغه وزارت هڅې کوي چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې د افغانستان باروړونکي موټر د سيمې د هېوادونو ترڅنګ اروپايي او امريکايي هېوادونو ته هم تګ راتګ وکړي.
هغه هم وايي، چې د افغانستان د ځينو شرکتونو موټر پر نړيوالو معيارونو برابر دي او تمه ده چې نور هم ځانونه پر دې معيارونو برابر کړي.
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې ٣٩٦ ترانسپورتي او مسافروړونکي شرکتونه او ټولنې له دې وزارت سره ثبت دي، چې نږدې ١٢٠زره باروړونکي او څه بادې ٢٠زره مسافروړونکي موټر په کې فعاليت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP