لښکرګاه (پژواک ٣١ غويى ٩١): د هلمند په مرکز لښګرګاه كې د کورنۍ شخړې پر مهال يو پوليس افسر او يو بل تن وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرکز مرستيال محمد اسماعيل هوتك د غويي په ۳۱ مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن ۱۱:۳۰ بجې د لښكرګاه د كارېز په سيمه كې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې دواړه کورنۍ سره تربورونه دي او د كارېز په سيمه كې يې د ځمكو د ملکيت پر سر له وړاندې دعوه درلوده، چې نن يې ترمنځ نښته رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا، د نښتې په ترڅ كې د يوه لوري د حاجي داود په نوم د ناوې ولسوالۍ د عينك د سيمې د پوليسو افسر ووژل شو.
د ده په خبره، دغه راز له مقابل لوري څخه هم د سلطان محمد په نوم يو تن وژل شوى دى او دوه نور يې ټپيان دي.
نوموړي وويل، چې دواړه لوري په قوم باركزيي دي او وژل شوي کسان د سيمې د مشهورو قومي مخورو حاجي مدير صمدخان او حاجي نثار احمدخان زامن وو.
هوتك زياته كړه، چې اوس يې سيمې ته د پېښې د څېړلو په موخه پوليس لېږلي، ترڅو د پېښې لامل په ډاګه کړي.
په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون يوه كار كوونكي د نوم نه ښودلو په شرط پژواك اژانس ته وويل، چې دوى ته له پېښې يو مړى او دوه تنه ټپيان راوړل شوي، چې د يوه ټپي روغتيايي حالت خراب دى.