ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: د امريکا له مصلحت پرته دې د ناټو ځواکونه ووځي

طالبان: د امريکا له مصلحت پرته دې د ناټو ځواکونه ووځي

author avatar
20 May 2012 - 13:48
طالبان: د امريکا له مصلحت پرته دې د ناټو ځواکونه ووځي
author avatar
20 May 2012 - 13:48

کابل ښار (پژواک ٣١ غويى ٩١): افغان وسلوالو طالبانو که څه هم له ناټو غړيو هېوادونو څخه غوښتي، چې له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي، خو ويلي يې دي، چې  د سياسي روغې جوړې لاره يې هم پرانېستې پرېښې ده.

افغان وسلوال طالبان وايي،چې سياسي او نظامي لارې يې پرانېستې پرېښې دي. وسلوالو طالبانو په شيکاګو غونډه کې د ناټو له سرمشريزې څخه وغوښتل، چې له امريکا سره له مصلحت پرته دې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

په دې غونډه کې، چې په پام کې ده نن دافغانستان په وخت مازيګر ناوخته رسما پيل شي، د ګډون په موخه ولسمشر حامد کرزی له يوه لوړ پوړي پلاوي سره رسېدلی    دى .

د ناټو غړيو هېوادونو ترڅنګ په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي  بانکي مون، د پاکستان ولسمسشر اصف علي زرداري، د روسيې او د هندوستان په ګډون د يو شمېر هغو هېوادونو استازي هم ګډون کوي ، چې د ناټو غړيتوب نلري.

د وسلوالو طالبانو لخوا نن (د غويي ٣١ مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى له امريکا پرته د ناټو پر نور غړيو هېوادونو غږ کوي، چې د امريکا د سياسي مصلحتونو ښکار نه شي او له افغانستان څخه خپل سرتېري ژر وباسي.

وسلوالو طالبانو دغه راز ويلي ، چې دوى سياسي او نظامي دروازې پرانېستې پرېښې دي ، خو د امريکا متحده ايالات خپلو خبرو ته  ژمن نه دي  او هر وخت له يوه ګام مخ ته او دوه ګامه شاته تکتيک څخه کار اخلي او د سياسي هواري لپاره روښانه ستراتېژي نه لري.

خبرپاڼه کاږي، تر څو چې د امريکا پاليسي له تذبذب څخه راونه وځي، تر هغې د سياسي هواري په اړه د دوى ادعاوې بې معنا او جدي نه ګڼل کېږی.

وسلوالو طالبانو له شيکاګو غونډې څخه غوښتي، چې د امريکا متحده ايالات او ناټو ځواکونه دې د اربکيانو او سيمه ييزو پوليسو له ملاتړ څخه لاس واخلي، ځکه چې دوى بې ګناه خلک ځوروي.

په خبرپاڼه کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د ملکي وګړيو د وژنې ياد هم شوى او له ناټو  سرمشريزې يې د د دغو وژنو د توجيه غوښتنه کړې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.