مزارشريف (پژواك ٣١غويى٩١): د ټاكنو د خپلواك كمېسيون مسوولينو د ټاكنو په اړه ټينګار وكړ، چې كه چېرې د ټاكنو لپاره وړ قانون ونه لري؛ نو د رڼو ټولټاكنو ترسره كېدل به خورا ناشونى وي.
د دغه كمېسيون مشر فضل احمد معنوي چې د غويي په ۳۱مه، د بلخ ولايت په مركز مزاشريف ښار كې له غرمې وروسته د ټاكنو د قانون د تعديل مشورتي غونډې ته يې وينا كوله، وويل، كه چېرې د ټاكنو په قانون كې د ټولنيزو ارزښتونو پر بنسټ بدلون رانه شي، نو د دې شونتيا به خورا كمه وي چې عادلانه ټاكنې دې تر سره شي.
په دغې غونډه كې د بلخ ولايت يو شمېر لوړپوړو چارواكو، د ولايتي شورا مسوولينو، د مدني ټولنې استازو او د قومي مشرانو په ګډون يو شمېر ځوانانو برخه لرله.
د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاكټر افضل حديد، چې په ياده غونډه كې يې ونډه لرله، وويل چې د ټاكنو لپاره بايد داسې قانون جوړ كړاى شي چې د زورواكو لاس لنډ کړي.
حديد وويل: ((دا چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون مستقله اداره بلل كېږي، نو بايد د قانون له مخې يې مشر سمبوليك واك ونه لري.))
دغه راز د بلخ ولايت د والي مرستيال محمد ظاهر وحدت وويل، چې د ټاكنو قانون بايد داسې جوړ شي چې له لارې يې، هر څوك د خپلې رايې پر كارولو اعتباري شي، چې پر ځاى يې كارولې ده.
نوموړي زياته كړه، كه چېرې قانون سم وي او سم وكارول شي؛ نو د خلكو په خوښه به ښه دولت رامنځ ته شي.
د يادولو وړ ده، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د ټاکنو د نوي قانون مسوده ولسي جرګې ته استول شوې ده.