ژبه

په خوست کې د منګلو او مقبلو ترمنځ جګړه پاى ته ورسېده

توسط هدايت الله خوستى

مې 21, 2012 - 6:02 pm

Views: 63

خوست ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۱): چارواکي وايي، چې په خوست کې د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د غره د ملکيت پر سر روانه جګړه پاى ته ورسېده؛ خو يو شمېر ناتاييد شوي راپورونه وايي چې په دې جګړه کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د خوست ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان د غبرګولي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د منګلو او مقبلو د قومونو ترمنځ شخړه، چې نن سهار پيل شوې وه، د هواري لپاره يې د خوست والي په مشرۍ د ټولو امنيتي ارګانونو ترمنځ بېړنی ناسته وشوه او سيمې ته يې امنيتي ځواکونه ورولېږل.

 د هغه په وينا، دا مهال افغان امنيتي ځواکونه سيمې ته تللي او د دواړو قومونو وسلوال کسان يې له مورچو کوز کړي او يو شمېر سپکې او درنې وسلې يې هم له هغوى څخه راټولې کړې دي.

 نوموړي زياته کړه، چې دواړو قومونو يو بل ته مورچې نېولې وې، خو اوس ټوله سيمه د امنيتي ارګانونو تر ولکې لاندې ده.

 روان، دواړو لورو ته د ځاني او مالي زيان د اوښتو په اړه څه ونه ويل.

 د مقبلو د قوم يوه قومي مشر ولي ګل هم پژواک اژانس ته وويل، چې دا مهال سيمې ته افغان امنيتي ځواکونه رسېدلي او له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې جګړه بنده شوې ده.

 خو نوموړی وايي، چې په دغې وسلواله شخړه کې د منګلو پنځه تنه چې د مقبلو کورونو ته ننوتلي وو، وژل شوي دي.

 د هغه په وينا، په نښته کې د مقبلو شپږ ماشومان هم د درنو وسلو د مرميو د لګېدو له امله په کورونو کې ټپيان شوي دي.

 د ولي ګل په خبره، د مقبلو څلور کورونه هم د منګلو له خوا سوځول شوي دي.

 د منګلو د قوم يو مشر ګلاب منګل بيا وايي چې جګړه پای ته رسېدلې ده؛ خو د منګلو د قوم درې ځوانان تراوسه لادرکه دي.

 د دواړو قومونو مشران او خلک د خوست له ځايي ادارې او افغان دولت څخه غواړي، چې د دغو قومونو ترمنځ د شته شخړې د هواري لارې چارې ولټوي.

 پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د خوست امنيه قوماندانۍ نظر هم واخلي، خو ونه توانېد.

 د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ امنيه قوماندان جمال ځدراڼ نن سهار پژواک اژانس ته ويلي و، چې له سهار راهيسې د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د غره د ملکيت پر سر جګړه رامنځ ته شوې وه.

د هغه په وينا، له دواړو لورو سپکې او درنې وسلې کارول کېدې او د مقبلو د قوم ګڼ شمېر کورونه هم د منګلو له خوا سوځول شوي دي.

امنيه قوماندان وايي، چې منګل د خوست د موسى خېلو ولسوالۍ اړوند دي او مقبل د همدغه ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ پورې تړاو لري.

د يادونې ده، چې پخوا هم د يادو دواړو قومونو ترمنځ د همدغه غره د ملکيت پر سر جګړه رامنځ ته شوې وه، چې له دواړو خواوو څخه ٣٧ کسان وژل شوي وو.