Language

په سيداباد کې د پنځوسوه زرو ډالرو په ارزښت جومات جوړېږي

ميدان ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ کې د يوه جامع جومات د جوړېدو چارې د ٥سوه زره ډالرو په ارزښت پيل شوې.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د غبرګولي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه جومات چارې، نن د ميدان وردګو د والي محمدحليم فدايي او يو شمېر نورو چارواکو له خوا د بنسټ ډبرې په اېښودو پيل شوې.

 د نوموړي په خبره ، چې دغه جومات د يادې ولسوالۍ اړوند د د ټوپ دښتې د خواجه کوډګي او ټوپ کلي ترمنځ له بازار سره جوړي ، چېرته چې د پوليسو روزنيز مرکز هم پروت دى .

د شاهد په وينا، د يادو مراسمو پر مهال د ميدان وردګو والي وويل، چې تراوسه يې په ميدان وردګو کې له ٥٧٠ جوماتونو او ديني مدرسو سره د لمريزې برېښنا، فرشونو، لاوډسپېکرونو او ديني کتابونو مرستې کړې دي.

د ده په خبره، دا مهال په ميدان وردګو کې د پنځو جوماتونو د جوړېدو چارې هم روانې دي او د درېيو نورو به هم ډېرې ژر پيل شي.

والي د سيمې له قومي مشرانو وغوښتل، چې د ديني مدرسو او جوماتونو په جوړېدو سره خپلو اولادونو ته له ديني زده کړې سره يو ځاى ملي روحيه هم ورکړي.

د ميدان وردګو د حج او اوقافو رييس مولوي رحيم الله رحمتي وويل، چې ياد جومات پر يو جريب ځمکه جوړېږي او لګښت يې د حج او اوقافو وزارت د پراختيايي بودجې له خوا ورکول کېږي.

د هغه په وينا،د دغه جومات په جوړېدو ٥سوه زره ډالر لګښت راځي او چارې به يې په راتلونکو څلورو مياشتو کې بشپړې شي.

نوموړي زياته کړه، چې په يو وخت کې به په دغه جومات کې شپږسوه لمونځ کوونکي ځايېږي او نور ټول اړين ملحقات به هم ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.