کابل (پژواک ٢ غبرګولى ٩١): د افغانستان او اوکراين ولسمشرانو د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پراختيا تر څنګ د اوکراين له خوا په افغانستان کې د پخواني شوروې د پوځي وسايلو د ترميم په اړه خبرې وکړې.
د افغان ولسمشر د وياندى له دفتره د غويي په ٢مه پژاوک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د اوکراين له ولسمشر ويکتور يانو کووېچ (Viktor Yanukovych) سره په شيکاګو کې د ناټو د سرمشريزې غونډې په څنډه کې ليدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختيا په موخه په افغانستان کې د اوکراين سفارت د پرانيستلو په اړه خبرې شوې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ليدنه کې اوکرايني ولسمشر له حامد کرزي غوښتي چې په نږدې راتلونکې کې هغه هېواد ته سفر وکړي.
د ولسمشر د وياندوى دفتر ليکي، د اوکراين ولسمشر ويلي، چې اوکرايني سوداګر او پانګه وال لېواله دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي، خو د اوکراين د ولسمشر په وېبپاڼه کې راغلي چې دواړو ولسمشرانو د اوکراين او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو په موخه د بين الحکومتي کمېسيون د جوړېدو هوکړه هم کړې ده.
سرچينه ليکي، چې په دې ناسته کې دواړو خواوو د بېلابېلو بنسټونو پر جوړولو، په افغانستان کې د پخواني شوروې اتحاد د پوځي وسايلو د ترميم او نورو مسايلو په اړه هم خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې پر دغه هېواد د پخواني شوروې د يرغل له وخته ډېرې روسۍ وسلې پاتې دي چې ځينې يې له کاره لوېدلې او له ځينو يې افغان ځواکونه کار اخلي.
اوکراين د ختيځې اروپا يو هېواد دى چې د پخواني شوروي اتحاد له جمهوريتونو څخه و.
په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ ادارې (ايسا) پانګونې ته د هڅونې څانګې مشر روح الله احمدزي په دې خوښي وښوده چې اوکرايني پانګه والو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده .
خو سرچينې زياته کړه: “دا ټولو ته معلومه ده چې افغانستان په هره برخه کې د پانګونې فرصتونه لري، دا به نه يواځې د افغانستان بلکې ډېر به د اوکراين په ګټه وي.”
هغه وويل، چې دغه مهال افغانستان له اوکراين سره په ډېره ټيټه کچه سوداګريزې اړيکې لري او هغه هېواد په افغانستان کې کومه ځانګړې پانګونه نه ده کړې.
دغه راز د احمدزي په وينا، لکه څنګه چې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې کمېږي، په کار ده چې نړيوال پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي.
هغه زياته کړه: “زموږ توقع له نړيوالې ټولنې څخه دا ده چې خپل پانګه وال دې ته تشويق کړي ترڅو راشي په افغانستان کې پانګونه وکړي.”
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP