لښکرګاه (پژواک ٢ غبرګولى ٩١): امنيتي چارواكي وايي، چې په تېرې غويي مياشت كې د هلمند په بېلابېلو امنيتي پېښو كې ۱۷۰ وسلوالو طالبانو، پوليسو او ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه څرګندوني نن (د غبرګولي دويمه) د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام په لښکرګاه کې په همدې اړه په يوه جوړه شوې خبري ناسته كې وكړې.
نوموړي وويل، چې په تېره مياشت كې وسلوالو طالبانو د ((الفاروق)) په نوم د عملياتو د پيل خبر وركړى و او هڅه يې كوله، چې په بېلابېلو سيمو كې پر دولتي پوستو بريدونه وكړي او په لارو كې ماينونه خښ كړي.
د هغه په وينا، د تېرې مياشتې په امنيتي پېښو کې ۸۶ وسلوال مخالفين وژل شوي، ۲۸ ټپيان او ۱۶ يې ژوندي نيول شوي دي.
نوموړي زياته كړه، چې پوليسو د هغوى د عملياتو پر وړاندې پوره چمتوالۍ نيولى و، چې له امله يې د بريدونو پر مهال زياته مرګ ژوبله مخالفينو ته اوښتې او يواځې څلور پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د هلمند امنيه قوماندان ((دغه راز د ماين په چاودنو او امنيتي پېښو كې ۲۸ عام وګړي هم وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.))
الهام وايي، چې په تېره مياشت كې ډېرى وسلوال بريدونو په موسى كلا ولسوالۍ كې شوي او دغه راز يو ځانمرګى بريد او دوه د موټرسايكل بم چاودنې هم د هلمند په بېلو سيمو كې شوې دي.
نوموړى زياتوي، چې په دغه مهال د پوليسو په ترسره شوو عملياتو كې۵۲ ميله سپكې او درنې وسلې، ۳۰۳ کړۍ ماينونه، په زرګونو مرمۍ، ۲۲ لاسي بمونه، شپږ د ځانمرګو واسكټونه، دوه ميزايل او لسګونه كيلوګرامه نشه يي توكي د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
امنيه قوماندان هغه ګنګوسې هم رد كړې، چې ګواكې وسلوال طالبان به د سيمې په زرغونېدو سره بېرته له لاسه وتلي سيمې ولکه کړي او خپل فعاليتونه به ډېر کړي.
ده وويل: ((طالبانو د جنګ توان له لاسه وركړى او اوس مهال يواځې تبليغات كوي او په ځينو سيمو كې ماينونه ځاى پر ځاى كوي.))
طالبانو كه څه هم په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو په تېره مياشت كې يې د هلمند په بېلابېلو سيمو کې د بريدونو او د ماين په چاودنو كې د لسګونو كورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو راپورونه وركړي وو.