کابل ښار (پژواک ٢ غبرګولى ٩١): افغانستان نن له ترکمنستان سره، هند او پاکستان ته د ګاز د نل ليکې د ترانزيټي پروژې د اسانتيا رامنځته کولو تړون لاسليکوي.
د افغانستان د کانونو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې ورځپاڼه کاږي، چې د دغه تړون د لاسليک په په موخه د هېواد د کانونو وزير وحيدالله شهراني نن ترکمنستان ته روان شو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د وزيرانو شورا وحيدالله شهراني ته واک ورکړى، څو د افغانستان په خاوره کې د دې پروژې د ترانزيټي اسانتياوو د رامنځته کولو تړون د ترانزيټي هېواد په توګه، د ترکمنستان له چارواکو سره لاسليک کړي.
دغه تړون په ((تاپې)) پروژه کې د شاملو څلورو هېوادونو د ګازو او نفتو وزيرانو د ناستې په ترڅ کې د ترکمنستان په اوازه ښار کې لاسليک کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې ترکمنستان د پلورونکي، افغانستان او پاکستان له ترانزيټي هېوادونو نه سربېره، د هندوستان په ګډون د پېرودونکو هېوادونو په توګه تړونونه لاسليکوي.
د افغانستان له خاورې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګاز د لېږد د بين الحکومتي هوکړه ليک او بين الدول تړون د عملي کېدو په خاطر د ١٣٩٠ کال په ليندۍ مياشت کې د څلورو هېوادونو د کانونو، ګازو او نفتو وزيرانو او د سياسي ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او د هندوستان د نفتو او ګازو او طبيعي منابعو د وزير ترمنځ لاسليک شوى دى.
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د پروژې له پلې کېدو وروسته، د دې ترڅنګ چې افغانستان د اړتيا وړ يوه اندازه ګاز پلوري، هر کال تر ٤٠٠ ميليونو امريکايي ډالرو پورې د دغې نل ليکې د حق العبور له لارې عوايد هم ترلاسه کوي.
د کانونو وزارت ويلي، پر دې پروژې کابو لس ميليارده امريکايي ډالره لګښت راځي، چې چارې به يې په ٢٠١٤ کې پيل او په ٢٠١٦ کې به يې د ګاز لېږد پيل شي.
ټاکل شوې، چې دغه لس ميليارده ډالره به د اسيا د پراختيايي بانک له لوري ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP