Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک ٢ چنګاښ ٩١): د ننګرهار د سپين غر زون د معلولينو د کرکټ منتخبې لوبډلې د جوړېدو په موخه، نن له لسګونو معيوبينو څخه په دې ولايت کې ازموينه واخيستل شوه.

 د کرکټ بورډ د ختيځ زون لوى امر قرار عزيزي وايي، په دغې ازموينه کې د ختيځو ولايتونو د شپېتو په شاوخوا کې معيوبو لوبغاړو ګډون کړى وو، چې په ترڅ کې به ترې اتلس لوبغاړي د سپين غر زون د منتخبې لوبډلې لپاره وټاکل شي.

 نوموړي زياته کړه، چې ازموينه نن د جلال اباد ښار په ننګرهار اکاډمۍ کې واخيستل شوه، چې د کرکټ بورډ د ختيځ زون د ټاکونکې ډلګۍ مشر حاجي طاهر کامه وال او د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد هم ترې څارنه کوله.

 عزيزي وايي، چې د لوبډلې تر جوړېدو وروسته به لوبغاړو ته د کرکټ بورډ د ختيځ زون له خوا د جلااباد ښار په غازي امان الله خان لوبغالي کې تمرينات ورکړل شي.

 د نوموړي په وينا، دا لوبډله به د هېواد د درېيو نورو زونونو د معلولينو لوبډلو سره په کابل کې سيالۍ ترسره کړي.

 هغه وايي چې د يادو سياليو موخه د افغانستان د معلولينو ملي لوبډله ټاکل دي، چې تمه لري په ياده لوبډله کې د ملي لوبډلې په څېر د ختيځ زون لوبغاړي په خپله وړتيا زيات شامل شي.

 د کرکټ بورډ د ختيځ زون د ټاکونکې ډلګۍ مشر حاجي طاهر کامه وال او د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد، چې د دغې لوبډلې د ټاکنې دنده پر غاړه لري، ډاډ څرګند کړ چې په شفاف ډول به د سپين غر زون د معلولينو لوبډله جوړه کړي.

 يوه معيوب لوبغاړي عبدالله چې په نننۍ ازموينه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، له کرکټ سره ډېره مينه لري او هيله لري چې د معيوبينو لوبډلې ته غوره شي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.