Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په پکتيا کې ٧ وسلوال طالبان ووژل شول

ګردېز-کلات (پژواک ٢ غبرګولى ٩١): چارواکي وايي، چې د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې د پوليسو او وسلوالو ترمنځ په نښته کې اوه وسلوال وژل شوي، بلخوا طالبانو د زابل په مرکز کې د بهرنيو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان بريد کړى دى.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د غبرګولي په دويمه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه نښته نن شاوخوا ١٠ بجې د سيدکرم ولسوالۍ اړوند د کوسين په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، د وژل شوو وسلوالو دوه مړي د نښتې په سيمه کې پاتې دي او پنځه نور مړي طالبانو له ځان سره وړي دي.

نوموړي زياته کړه، پوليس په سيمه کې پر ګزمه بوخت وو، چې د طالبانو له کمين سره مخ شول او نښته رامنځ ته شوه.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

دغه راز، نن شاوخوا يوولس نيمې بجې د ګردېز ښار اړوند د شېخانو زيارت په سيمه کې د يوې ترافيکې پېښې په ترڅ کې څلور تنه ټپيان شول.

د پکتيا د ترافيکو مدير ګلاب وويل، چې دغه پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې کرولا موټر له يوې لارۍ سره ټکر وکړ.

نوموړي زياته کړه، چې په پېښه کې څلور تنه ټپيان شوي او لامل يې د چلوونکو ګړندى تګ وباله.

خو د پکتيا د ملکي روغتون سرطبيب، ډاکټر حياګل پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له يادې پېښې پنځه ټپيان ور وړل شوي، چې د دوو روغتيايي حالت نازک دى.

د يو بل خبر له مخې، د زابل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د کلات اړوند په نورک سيمه کې وسلوالو طالبانو د ايساف ځواکونو پر اکمالاتي کاروان بريد کړى دى.

د هغه په وينا، په دغې پېښه کې د ايساف ځواکونو د اکمالاتي کاروان يو شمېر موټر سوځول شوي، خو په اړه يې کره معلومات نه لرل.

په سيمه کې يوه عيني عرفان الله پژواک اژانس ته وويل، چې د ايساف اکمالاتي کاروان له کابل څخه د کندهار پر لور روان و، چې د طالبانو له کمين سره مخ شو او تر منځ يې يو ساعت نښته وشوه.

د ده په خبره، په دغې پېښه کې د اکمالاتي کاروان دوه موټر وسوځول شول، خو د ځاني زيان په اړه يې معلومات نه درلودل.

طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، چې په ياده پېښه کې يې ١٢ اکمالاتي موټر سوځولي او ١٥ امنيتي ساتونکو ته يې مرګ ژوبله ور اړولې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.