غزني ښار (پژواک ٤ غبرګولی ۹۱): د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي،چې د طالبانو له خوا د دې ولسوالۍ د بازار د تړلو له امله دوى له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛نو ځکه بايد ژر تر ژره دغه بازار پرانيستل شي.
د اندړو ولسوالۍ بازار چې د ميري په نوم ياديږي او شاوخوا ١٥٠ دوکانونه لري له تېر يو نيم کال راهيسې د وسلوالو طالبانو له خوا تړل شوى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دغه بازار يې د دې لپاره تړلى چې د ولسوالۍ پوليسو او پرسونل ترې ګټه اخيستله او د ده په وينا، د دغه بازار د تړلو بل لامل دا دى چې د عملياتو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوى وشي.
د اندړو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي له افغان دولت څخه غواړي، چې د دوى د سيمې امنيت ټينګ کړي، تر څو دوى بېرته دغه بازار خلاص کړي او خپلې ورځنۍ چارې پر مخ يوسي.
محمدخان، چې په ياد بازار کې دوکان لرې او د بازار له تړلو راهيسې بې کاره دى ادعا کوي چې د ميري بازار له تړلو وروسته طالبانو دوکاندارانو ته ګواښ وکړ چې که چېرې خپل دوکانونه پرانيزي، نو وبه وژل شي.
نوموړي زياته کړه: ((طالبان خپله بازار ته نه دي راغلي، خو په سيمه کې يې خلکو ته ګواښونه کړي وو، چې نور دې خپلو دوکانونو ته نه ورځي.))
د ده په خبره، په دغه کار سره ډېر کسان بې روزګاره شول او تر اوسه دولت هم په دې برخه کې هېڅ نه دي کړي.
په دغه بازار کې يو بل هټۍ وال ۳۷ کلن جانباز وايي، له کله راهيسې چې وسلوالو طالبانو د دوى دوکانونه وتړل، ډېر مالي زيان ور اوښتى دى.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((ښايي اوس تر نيمايي زيات د دوکانونو مالونه له تاريخ څخه تېر وي او خلکو ته په لسګونو زرو افغانيو زيان رسېدلى وي.))
دى وايي، په کور کې د ګټې نور څوک هم نه لري او له همدغه دوکان څخه يې د خپلې کورنۍ ورځني لګښتونه برابرول.
د دغو دوکانونو په تړل کېدو سره د سيمې اوسېدونکي هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د خپل د اړتيا وړ توکي له غزني ښار څخه چې د ولسوالۍ له بازار څخه په ٣٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري، ترلاسه کوي.
د اندړو ولسوالۍ د زاړه ښار د سيمې يو اوسېدونکى الله داد، چې د کور د سودا اخيستو په موخه د غزني ښار ته راغلى وايي، کله چې د دوى په ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو له خوا بازار تړل شوى، د غزني له ښار څخه سودا اخلي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((مخکې ښه و، هلته نږدې په بازار کې هر څه پيداکېدل، اوس چې تر غزني ښاره ځو يواځې۳۰۰ افغانۍ په کرايه ورکوو.))
په ميري بازار کې د ګوتو په شمېر شخصي معاينه خانې او درملتونونه هم شته، چې د تړل کېدو له امله يې ځايي اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د اندړو ولسوالۍ د سرفراز کلا يو اوسېدونکى چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک خبري اژانس ته وويل، وسلوالو طالبانو بايد دغه کار نه واى کړى؛ ځکه د ده په وينا په اندړو کې داسې خلک شته چې د بېګا ډوډۍ نه لري، نو هغه ښار ته د خپلو اړتيا د پوره کولو لپاره څنګه ولاړ شي.
هغه وويل: ((زما پلار ناروغه دى، دومره پيسې هم نه لرم چې ښار ته لاړ شم، دغه ډاکتران ښه ول دارو درمل به مو په قرض ترېنه راوړل، خو اوس زه څه وکړم!))
د اندړو د جوى شش سيمې اوسېدونکى احمدالله، چې ناروغ دى او د درملنې په موخه غزني ښار ته راغلى وايي، د دغو ډاکټرانو په شتون کې د سيمې د اوسېدونکي ستونزې تر يوې کچې هوارې وې.
هغه زياته کړه: ((زه په خپله له لس ځلې زيات دغو ډاکترانو ته ورغلى يم، دوا يې هم ارزانه وه او نږدي هم وو، خو اوس په يو پاکټ ګوليو پسې هم بايد ښار ته راشو.))
د اندړو ولسوال شېرخان هم مني، چې د وسلوالو طالبانو له خوا د دغې ولسوالۍ بازار له تېر يو نيم کال راهيسې تړل شوى او د سيمې خلکو ته يې د مرګ ګواښونه کړي دي.
خو زياتوي، چې د امنيتي ځواکونو په مرسته اوس مهال څه ناڅه دوکانونه خلاص شوي او په نږدې راتلونکي کې به ټول دوکانونه خلاص شي او امنيتي ځواکونه به يې امنيت ساتي.