مزار شريف (پژواک ٤ غبرګولى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د بلخ په خُلم ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې يې د وسلوالو طالبانو يوه څلور کسيزه ډله له منځه وړې ده.
د بلخ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عصمت الله عليزي د غبرګولي په ٤ مه، په يوه خبري ناسته کې وويل، چې نن سهار د خُلم ولسوالۍ د کوه کنده په سيمه کې يادې وسلوالې ډلې د افغان او بهرنيو ځواکونو يوه کتار ته کمين نېولى و، چې ترمنځ يې يو ساعت جګړه وشوه.
د هغه په وينا، په دغه پېښه کې د طالب قوماندان فيض محمد په ګډون څلور وسلوال ووژل شول.
نوموړي زياته کړه، چې دغې ډلې له خُلم ولسوالۍسربېره پر يو شمېر لويو لارو هم د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ضد فعاليتونه کول.
قوماندان وويل، چې په ياده پېښه کې افغان او بهرنيو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او دغه راز يې له وژل شويو وسلوالو څخه څلور ميله سپکې وسلې هم ګډو ځواکونو ترلاسه کړي دي.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.