Language

په ځانمرګي بريد کې دوه پوليس ووژل شول

لښکرګاه (پژواک ٤  غبرګولي ٩١): چارواکي وايي، چې د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې په يوه ځانمرګي بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي د غبرګولي په ۴مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د موسى كلا ولسوالۍ د مسلماني په سيمه كې پر پوليسو ځانمرګى بريد شوى دى.

د هغه په وينا، په دغه بريد كې دوه پوليس وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په همدي سيمه كې پوليسو وسلوال طالبان محاصره كړي وو، خو طالبانو د خپلو ځان د خلاصون په موخه يو ځانمرګى بريدګر پر موټرسايكل د پوليسو خوا ته ور ولېږه.

داوود احمدي وويل، چې پوليسو ياد بريد كوونكى پېژندلى و، خو نوموړي له موټرسايكل څخه  ځان غورځولى او ځان ته يې چاودنه وركړې ده.

د ده په خبره، په دغې پېښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Related Topics