Language

در دو انفجار  ٢٨ مسافر کشته و مجروح گرديدند

 غزني،لښکرګاه (پژواک ٥ غبرګولى ٩١): د کندهار- کابل او هرات – کابل د لويو لارو په اوږدو کې  د مساپرو پر دوو ٣٠٣ ډولو موټرونو ،دوه ماينونه چاودېدلي ،چې په ترڅ کې يې ٩ کسان ووژل شول او ١٩ نور ټپيان دي.

 يو ٣٠٣ ډوله موټر،چې له کندهار څخه د کابل پر لور روان و، د غزنى ولايت دقره باغ ولسوالۍ په جنګل سيمه کې د سړک غاړې پرماين برابر شو.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده  نن(د غبرګولي په ٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل،چې په دې پېښه کې ٧ تنه ووژل شول او ١٦نور ټپيان دي.

 دغزني ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد وايي،چې ١٥مړي او يو ټپي دې روغتون ته راوړل شوي دي،چې دوه تنو ( پلار اوپېغلې لور) يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

نوموړي زياته کړه،چې ددې کورنۍ څلور نورغړي ( دوه ښځې، يو هلک او يو نارينه) په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې مخ په ښه کېدو دى.

ډاکټر همت زياته کړه،چې د ټپيانو له ډلې څخه شپږ تنه يې نن د خپلو کورنيو لخوا د غزني له روغتون څخه کابل ته يوړل شول.

د سرچينې په وينا، نور شمېر ټپيان د ايساف ځواکونو له لوري ،د پېښې له ځاى څخه بګرام روغتون ته ولېږدول شول.

 دقره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي محمدخان ، چې غزني ښار ته راغلى و، وويل: (( زه سهار د جنګل له سيمې څخه تېرېدم،چې يو ٣٠٣ ډوله موټر مې دسړک غاړې ته اوښتى وليد او سړک په وينو سور و.))

دا عيني شاهد وايي،چې د سيمې خلکو ويل،چې امنيتي ځواکونو تېره شپه مړي او ټپيان روغتونونو ته ولېږدول.

له بل پلوه، نن سهار د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې يو بل ٣٠٣ ډوله موټر  ،د هرات – کندهار پر لويه لار پرماين وخوت.

د ګرشک امنيه قوماندان سمونيار ګل خان پژواک اژانس ته وويل،چې دا موټر له هرات څخه د کابل پر لور روان و،چې د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه ، د مهاجر بازار په سيمه کې پر ماين برابر شو،چې په ترڅ کې يې دوه مساپر ووژل شول او درې نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، موټر له دې امله پر خامه سړک روان و،چې د پوخ سړک قير له منځه تللى او بند و.

سرچينې د ژوبلو کسانو د روغتيايي حالت د ښوالي خبر ورکړ  او ادعا يې وکړه،چې ماين  د دولت د وسلوالو مخالفينو له لوري ځاى پرځاى شوى و.خو د دواړو چاودنو مسووليت  تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستى.