غزني ښار (پژواک ۶ غبرګولى ۹۱): د غزني د اندړو او ده يک ولسواليو يو شمېر بزګران وايي، چې تېره ورځ ږلۍ او بارانونو د دوى په سيمو کې ټول کښتونه له منځه وړي دي.
دوى وايي، چې ږلۍ دومره تېزه ورېده چې د څو ثانيو په ترڅ کې يې د ځمکې پر مخ ټولې کروندې زيانمنې کړې.
د ده يک ولسوالۍ د علي کلا يوه اوسېدونکي منګل د غبرګولي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ماسپښين مهال ګڼ شمېر کلي ږلۍ سختې وځپل.
هغه زياته کړه: ((په شلو پټيو کې مې پياز کرلي وو، غوښتل مې چې اوبه يې کړم، چې کله ورغلم ومې ليدل چې ږليو په بشپړه توګه له منځه وړي دي.))
منګل وايي، چې ږلۍ نه يواځې د ده پياز له منځه وړي بلکې غنم، اوربشې، رېشقه، باغونه او نور حاصلات يې هم په سيمه کې سخت زيانمن کړي دي.
دى وايي، چې ږلۍ دومره ډېره او سخته وه، چې ده په ژوند کې نه وه ليدلې.
د دې ولسوالۍ د جمال کلا سيمې يوه بزګر شېرمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې ټول حاصلات يې له منځه تللي او ږلۍ ورته هېڅ نه دي پرېيښي.
هغه زياته کړه: ((په څو جريبه ځمکه کې مې غنم کرلي وو، تازه يې وږى کړى و، خو ږليو په پنځو دقيقو کې هر څه له منځه يوړل.))
د نوموړي په وينا، پر دغو غنمو يې د تخم، سرې او اوبو لپاره ډېر لګښت کړى و، خو اوس ورته سخت اقتصادي زيان ورسېد.
شېر محمد له دولت څخه د مرستو غوښتنه وکړه.
چارواکي هم په دغو ولسواليو کې بزګرانو ته اوښتى زيان مني او وايي چې ږلۍ بزګرانو ته په سلګونه زره افغانۍ زيان اړولى دى.
د اندړو ولسوال شېرخان يوسفزي پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د اندړو په ولسوالۍ کې نږدې پر شلو کليو باندې ږلۍ وشوه.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ږلۍ دومره تېزه وه چې ټول حاصلات يې چپه او خراب کړي دي.
نوموړى زياتوي: ((د ږلۍ اورېدل بزګران له هرڅه خلاص کړل.))
شېرخان وايي، چې دغو زيانمنو خلکو د عاجلې مرستې غوښتنه کوله.
د نوموړي په وينا، د ولايت مقام او له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست ته يې هم په دې اړه خبر ورکړى، څو له اړو خلکو سره مرستې وکړي.