Language

د هلمند په امنيتي پېښو کې ١٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

لښکرګاه (پژواک ٦ غبرګولى ٩١): د هلمند ولايت د بېلابېلو سيمو په امنيتي پېښو كې د دولت وسلوالو مخالفينو، ايساف، پوليسو او ملكي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ د غبرګولي په ۶مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېر مازيګر د سنګين ولسوالۍ په ويشتانو سيمه كې پر يوه ملكي موټر د ماين په چاودنه كې د يوې كورنۍ درې غړي ټپيان شوي او يو وژل شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې ټپيان ځايي روغتونو ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

همداراز فرهنګ زياته كړه، چې تېر ماښام مهال د ګرشك ولسوالۍ په نهر سراج سيمه كې هم د پوليسو او ايساف ځواكونو د عملياتو پر مهال د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د نښتې په ترڅ كې پنځه طالبان وژل شوي او همدغه مهال د ماين د يوې چاودنې له امله څلور پوليس او دوه د ايساف سرتېري ټپيان دي.

نوموړي وويل، چې پېښه د نهرسراج د پوپلزو د ښاخ په سيمه كې رامنځته شوې او عمليات په همدې سيمه كې د طالبانو د ځپلو په موخه ترسره شوي دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد دغه راز وويل، چې د ګرشك ولسوالۍ د باينزو په كلي كې پوليسو چانيز عملياتو ترسره كړي، چې په ترڅ كې يې درې كړۍ ماينونه او په زياته اندازه د چاودېدونكو توكو وسايل ترلاسه كړي دي.

ياده سرچينه زياتوي، چې پرون د مارجې ولسوالۍ په ۱۱بلاك سيمه كې له طالبانو سره د نښتې پر مهال يو سيمه ييز پوليس وژل شوى دى.

وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دوى د يوه وياند قاري يوسف احمدي له خوا په تيلېفوني پيغامونو كې په موسى كلا، ګرشك او سنګين ولسواليو كې كورنيو او بهرنيو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر وركړى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.