Language

د ولايت مقام : د سيداباد لاريون د مخالفينو له خوا تنظيم شوى وو

ميدان ښار (پژواک٦ غبرګولى ٩١): د ميدان وردګو ولايت چارواکي ادعا کوي چې وسلوال مخالفين له ښوونځيو او ديني مقدساتو ناوړه ګټه پورته کوي او په سيداباد ولسوالۍ کې نننى لاريون هم د وسلوالو مخالفينو له خوا تنظيم شوى وو.

سلګونو کسانو نن د غبرګولي په ٦مه، د کابل – کندهار لويه لاره د ميدان وردګو په سيداباد کې تړلې وه او ادعا يې کوله، چې بهرنيو ځواکونو تېره اونۍ په دې ولسوالۍ کې د خلکو شخصي شتمنۍ له منځه وړي او قران کريم ته يې سپکاوى کړى دى.

خو د ميدان وردګو ولايت د والي د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سيداباد د ښوونځيو مسوولين او زده کوونکي د وسلوالو مخالفينو له خوا په دغه لاريون کې د ګډون لپاره په زوره اړ وېستل شوي دي. 

په دغې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسلوالو مخالفينو د جګړې په ميدان کې ماتې خوړلې ده، نو ځکه له نويو تکتيکونو چې د معارف پر بهير فشار راوړل هم په کې شامل دي، کار اخلي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، مخالفينو د ښوونځيو په بندولو لاس پورې کړى او په چک ولسوالۍ کې يې د شهادت مدرسې زده کوونکو ته ويلي، چې د پاکستان په ديني مدرسو کې زده کړې وکړي.

سرچينه زياتوي،چې دغه راز مخالفين،استادان او ښوونکي هڅوي،ترڅو تنکيو هلکانو او د ښوونځيو زده کوونکو ته د هېواد ضد روحيه ورکړي.

د سرچينې په وينا، د قران سوځونه، جومات ته بې حرمتي او داسې نور شايعات هغه څه دي، چې وسلوال مخالفين غواړي ترې ګټه پورته کړي او دولت ته ستونزې پيدا کړي.

سرچينه کاږي، تېره ورځ د افغان او نړيوالو ځواکونو له خوا د سيداباد ولسوالۍ د ډنډوکي په کلي کې عمليات ترسره شول،چې له امله يې دوه وسلوال ټپيان شول؛ وسلوالو مخالفينو ټپيان د ډنډوکي روغتون ته يوړل چې ګډ ځواکونه د هغو د تعقيب لپاره هلته ورغلل او هغوى له هغه ځايه وتښتېدل او ژوبل وسلوال د ټپونو له امله مړه شول.

خبرپاڼه زياتوي ، چې وسلوالو مخالفينو د غچ اخيستنې په موخه د سيمې د خلکو او ښوونځيو استادان او زده کوونکي په زوره اړ کړي، ترڅو د کابل- کندهار لاره بنده او داسې شعار ورکړي، چې ګواګې ګډو ځواکونو د ډنډوکي له کلي څخه قران کريم له ځان سره وړى او ديني مقدساتو ته يې سپکاوی کړى دی.

د ميدان وردګو ولايت د والي د دفتر له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ادعا شوې، چې وسلوالو د خپلو دوو وژل شويو قوماندانانو د غچ اخيستنې په موخه د ديني مقدساتو د توهين تر نوم لاندې د ډنډوکي د لېسې سرمعلم او همدارنګه د کپټان تاج محمدخان په نوم د لېسې سرمعلم ته ټېلېفون کړى، هغوى يې ګواښلي او ورته يې ويلي دي، چې زده کوونکي او ښوونکي بايد لاريون ته چمتو کړي.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا دا ادعا ردوي چې ګوندې په دې لاريون کې طالبانو لاس درلود.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې دا د خلکو خپل احساسات وو، چې د بهرنيانو او حکومت پر وړاندې يې څرګند کړل.