Language

لاريون کوونکو په سيداباد کې د کابل-کندهار لاره وتړله

ميدان ښار (پژواک ٦ غبرګولى ٩١): د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې لاريون کوونکو د کابل-کندهار لاره له دې امله وتړله چې د دوى په وينا، بهرنيو ځواکونو قران کريم ته سپکاوى کړى او ملکي خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

خو ايساف دغه ادعاوې ردوي.

لاريون نن سهار د دې ولسوالۍ په شش قلعه کلي کې ٨ بجې پيل شوى او لاريون کوونکي ادعا کوي چې امريکايي ځواکونو د تېرې چهارشنبې په ورځ د دې ولسوالۍ په ډنډونکي کلي کې يو درملتون او يو شخصي موټر سوځولى او د قران کريم پر نسخو برسېره ناست وو.

لاريون کوونکي “مرګ پر امريکا، مرګ پر ناټو، زنده باد اسلام، زنده باد مجاهدين…” شعارونه ورکوي، د کابل- کندهار پر لويه لاره يې څو ځايه د موټرو ټايرونو ته اور اچولى او لاره يې د سهار له شاوخوا اتو بجو راهيسې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

د عبدالله په نوم د شش قلعه د کلي اوسېدونکى او د لاريون ګډونوال پژواک خبري اژانس ته وويل: “د ډنډونکي خلکو ليدلي وو، چې امريکايان د قران کريم پر نسخو برسېره ناست وو.”

عبدالله زياتوي، چې امريکايي ځواکونو په ډنډونکي کې شخصي درملتون او د درملتون د خاوند موټر هم سوځولى دى.

د ده په وينا، له همدى امله نن سهار د شېخ اباد له سيمې تر شش قلعه پورې څو ځايه لاريونونه پيل شوي دي.

هغه وويل، چې لاريون کوونکي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل غواړي.

د شش قلعه اوسېدونکى او د لاريون بل ګډونوال عبدالحليم هم د عبدالله څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل، چې د دې ولسوالۍ په څو سيمو کې د کابل-کندهار پر لويه لاره لاريونونه پيل شوي دي.

د سيداباد ولسوال ډاکټر فضل کريم مسلم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بهرنيو ځواکونو په سيداباد ولسوالۍ کې يو درملتون سوځولى دى.

د ده په وينا، بهرنيو ځواکونو ادعا لرله چې په دغه درملتون کې د مخالفينو درملنه کېده.

د ولسوال ټيلېفون تر همدې څرګندونو وروسته بند شو او بيا ورسره اړيکه ټينګه نه شوه.

په کابل کې د ايساف د ګډې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى هم د وردګو په سيداباد کې له لاريونونو څخه خبر شوي خو هېڅ داسې راپور نه لري چې ايساف دې تېره چهارشنبې  په ياده سيمه کې عمليات ترسره کړي وي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې ، ايساف ځواکونو په سيداباد کې د تېرې چهارشنبې په ورځ يو ځل وروسته له هغه چې د ملي اردو پر ځواکونو بريد وشو، د ملي اردو مرستې ته ورغلي او په دې ورځ يې په سيداباد کې دويم عمليات وروسته له هغه ترسره کړل چې د ايساف ځواکونو پر يوه موټر د ماين چاودنه وشوه، خو سرتېري په کې ونه وژل شول.

ايساف وايي، چې د دوى په دغو عملياتو کې نه د چا شخصي شتمنۍ ته زيان اوښتى او نه هم مذهبي کتابونو ته سپکاوى شوى دى.

تېر کال هم امريکايي ځواکونو د قران کريم نسخې او ديني کتابونه د پروان ولايت په بګرام هوايي ډګر کې وسوځول او د هغوى دغه کار د خلکو غوسه راوپاروله او سخت لاريونونه يې وکړل.

د خپرو شوو راپورونو له مخې په دغو لاريونونو کې له دېرشو تنو زيات ووژل شول او ٢٦٠ نور ټپيان شول، چې په وژل شوو کې دوه امريکايي سرتېري او يو پوليس هم شامل وو.

Related Topics