جلال اباد (پژواک ٦ غبرګولى ٩١): د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ملي ادارې رييس وايي، چې که نړيواله ټولنه او نړيوال ځواکونه له افغانستانه ووځي، بيا به هم د دولتي مامورينو په شمېر کې کموالى رانه ولي.
نوموړي دغه څرګندونې نن د غبرګولي په ٦مه، جلال اباد ښار کې د يوې خبري غوندې پرمهال وکړې.
هغه زياته کړه چې ننګرهار ته يې د راتلو موخه د ادارو له رييسانو، ننګرهار والي او ولايتي شورا سره د ښې حکومتوالۍ په اړه سلا او د نظرياتو شريکول و.
احمد مشاهد وويل، اداره يې په تېرو پنځو کلونو کې توانېدلې چې يو لړ ښې لاسته راونې ولري.
نوموړي په دغو لاسته راوړنو کې د ظرفيتونو لوړول او له اتيا سلنه ډېرو دولتي مامورينو ته د اداري اصلاحاتو د لارې د رتب معاشاتو ورکړله وبلله.
احمد مشاهد وويل، دېرش کاله د هېواد دولتي تشکيلات له ريفورم څخه پاتې او نړېدلي دي.
نوموړي زياته کړه، له همدې امله له سختو ننګونو سره مخ دى، چې تر ټولو ستره يې د امنيتي ستونزو تر سيوري لاندې د مافيا شتون دى، چې فساد ته لاره هواروي.
نوموړي پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وويل: ((ښه حکومتوالي د اصلاحاتو له لارې منځ ته راځي.))
د اداري اصلاحاتو مشر په ټول هېواد کې اوس مهال داسې بېلګه نه ويني، چې څوک دې د دوى له پروسې څخه تېر شوى وي او ولايتي ادارو دې د کار کولو اجازه نه وي ورکړي.
احمد مشاهد وويل چې په ستراتيژيک تړون کې له نړيوالې ټولنې سره تر ژمنو وروسته يې د دولت لومړنى کار دا دى، چې ظرفيتونه لوړ کړي او د ننګرهار په ګډون په ځينو ولاياتو کې نمونه يي کار پيل کړي؛ خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.
نوموړي د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې د نړيوالې ټولنې او نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته د دې وېره شته، چې په دولتي تشکيلاتو کې کمښت راشي؟ وويل، نه يواځې دا چې د نړيوالې ټولنې او نړيوالو ځواکونو په وتلو سره به د دولتي مامورينو شمېر کم نه شي، د هېواد نفوس ته په کتو سره به د پوهنې او روغتيا په څېر سکتورونو کې نور مامورين هم جذب کړل شي.
ډاکټر احمد مشاهد وويل، يو شمېر هغه بااستعداده مامورين چې په غير دولتي موسسو کې په کار بوخت دي، اداره يې همدا اوس له نړيوالې ټولنې سره په يوه پروګرام چمتو کولو بوخته ده، چې هغوى د ازاد رقابت له لارې دولتي پوستو ته جذب کړي.
هغه زياته کړه چې د دولت په ټولو برخو کې ګڼې ستونزې شته؛ خو دا چې لس کاله وړاندې په هېواد کې د پوهنې سيستم په ټپه ولاړ وو او اوس اته ميليونه ماشومان ښوونځيو ته ځي، داسې نورې سترې لاسته راوړنې هم ليدل کېږي.
په ختيځو ولاياتو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې مشرې نفيسې منصف پژواک ته وويل، چې د رياست ټولې چارې په شفافيت روانې دي.
نوموړې زياته کړه، چې د مامورينو د ګومارنې واک له دوى سره نه دى او د دوى اداره د ولايتي شورا او ولايت مقام په څېر په کې يواځې د څارونکي رول لوبوي.
د يادونې وړ ده چې له شيکاګو کنفرانس وروسته، د فساد پر ضد د مبارزې د ادارې له رييس نه وروسته په يوه اونۍ کې دا دويم ځل دى، چې د ښې حکومتوالۍ په برخه کې بل لوړ پوړى دولتي مامور له ننګرهار ولايت څخه ليدنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP