جلال اباد-کلات (پژواک ٦ غبرګولى ٩١) : د کابل- جلال اباد او کابل- کندهار پر لويو لارو په دوو ترافيکي پېښو کې پنځه تنه مړه او ١٥ ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غبرګولي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وړاندې د کابل -جلال اباد پر لويه لاره د قرغيو ولسوالۍ په عزيز خان کڅ کې د د دوو موټرو، کرولا او مارسډيز د ټکر له امله دغه پېښه رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې په پېښه کې اته تنه ټپيان شوي، چې اته تنه د مارسډيز او دوه د کرولا سپرلي دي.
هغه وايي، چې درې ټپيان يې د لغمان د عامې روغتيا روغتون او ځيني نور د جلال اباد روغتون ته وړل شوي دي.
ځواک د پېښې لامل له ترافيکي اصولو سرغړونه وبلله.
د پېښې يو عيني شاهد عبدالمناف پژواک ته وويل، چې په خپله يې د ناروغانو په لېږدولو کې ونډه درلوده.
نوموړي زياته کړه، چې په پېښه کې مړينه نه ده رامنځته شوې او ټپيان ټول نارينه دي.
د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالطيف قيومي پژواک ته وويل، چې له پېښې څخه د عامې روغتيا روغتون بېړنۍ څانګې ته دوه ټپيان ور وړل شوي، چې روغتيايي حالت يې ښه دى .
د ننګرهار د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر سيد افندي پژواک ته وويل، چې د ننګرهار ملکي روغتون ته اوه ټپيان ور وړل شوي، چې درې يې بستر او پاتې نور يې رخصت شوي دي.
د يادونې ده، چې وړمه ورځ د تورخم جلال اباد پر لويه لار هم په يوه ترافيکي پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او دوه ټپي وو.
د يوه بل خبر له مخې، د زابل ولائت اړونده سيمه کې هم په يوه ترافيکي پېښه کې پنځه تنه مړي شوي دي.
امنيتي چارواکي وايي، چې دغه پېښه تېر مازيګر د کابل–کندهار پر لويه لاره د دغه ولايت په شهرصفا ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند رفېع الله رفېع پژواک اژانس ته وويل چې د شهرصفا ولسوالۍ اړوند د جلدک په سيمه کې يو ټونس او يو بار وړونکی ټېلر موټر مخامخ سره جنګېدلي دي.
د ده په خبره، چې د پېښې له امله د ټونس مو ټر پنځه سپرلي مړه شوي او پنځه نور ټپيان دي چې د پوليسو له لوري د کلات روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي د پېښي لامل د سړک خرابوالی او د چلوونکو بې احتياطي وبلله.
شاوخوا شل ورځې وړاندې هم په دغې سيمه کې په ئوه ترافيکي پېښه کې څوارلسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
بلخوا وسلوال طالبان د دغه ولايت په مرکز کلات، مېزانه او سيوري ولسواليو کې د بېلابېلو بريدونو پر مهال د لسګونو کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعاوې کوي.
قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه بريدونه په مخامخ ډول او د سړک د غاړې د خښو شوو بمونو په وسيله ترسره شوي دي.
که څه هم د زابل د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوولين د طالبانو له خوا د بريدونو ادعاوې او په زابل کې د هر ډول امنيتي پېښې رامنځته کېدل ردوي خو د زابل د مرکزي روغتون يو نوکريوال ډاکتر چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته وويل چې تېره ورځ د کلات ښار اړوند د مغليزو په سيمه کې د يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ پر ساتونکو د شوې چاودنې له پېښې دوه ټپيان دوى ته ور وړل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP