Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک ٦ غبرګولى ٩١): د ماليې او فوايد عامې وزيرانو، نورستان ولايت ته د سفر پر مهال د يوه سړک ترڅنګ د بيارغونې د يو شمېر پروژو کارونه پيل کړل.

 د ماليې وزارت وياند وحيدالله توحيدي د غبرګولي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال، د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن او په افغانستان کې د امريکا سفارت چارواکو، نن د غبرګولي په ۶مه، نورستان ولايت ته سفر وکړ.

 سرچينې زياته کړه، چې يادو چارواکو د نورستان له والي تميم نورستاني او يو شمېر نورو ځايي چارواکو سره د يو شمېر پروژو پرانېسته وکړه.

 توحيدي وويل چې وزيرانو د هغه ٤٦ کيلومتره سړک چارې بيا پيل کړې، چې څلور کاله مخکې يې چارې د سختو لارو له امله بندې شوې وې.

 نوموړي زياته کړه، چې د دې سړک ١٢ کيلومتره د لغمان له خوا او ١٢ کيلومتره د پارون په لوري جوړ شوى و او پاتې برخه يې پاتې شوې وه.

 د ماليې وزارت وياند وايي، پر پاتې ٢٢ کيلومتره سړک شپږ ميليونه ډالر لګښت راځي، چې د فوايد عامې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه ورکول کېږي او چارې به يې په يوه کال کې بشپړې شي.

 هغه زياته کړه چې په نورو پروژو کې د يوه روغتون د ودانۍ، د ولايت مقام مېلمستون، د اوبو او برېښنا يو بند او دغه راز لومړني انسټيټيوټ ته ودانۍ جوړول شامل دي.

 د نوموړي په وينا، يادې پروژې له هغو درېيو ميليونو ډالرو څخه ورکول کېږي، چې د ماليې وزارت له خوا وروسته پاتو ولايتونو ته ځانګړې شوې دي.

 د ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال او ورسره پلاوي د نورستان د خلکو د ستونزو تر اورېدو وروسته، ژمنه وکړه چې حکومت به د روغتيا، پوهنې، زېربنا او نورو برخو کې د نورستان ستونزو ته پام کوي.

 هغه زياته کړه، چې د پروژو د تطبيق له پاره به داوطلبي په ولايت کې ترسره کېږي.

 د ماليې وزير، ښې حکومتوالي ته په اشارې سره وويل، هغه دولتي مامورين چې په منظم ډول خپلو دندو ته نه حاضرېږي، د امتيازاتو له اخيستلو څخه به بې برخې کړل شي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.