غزني ښار (پژواک ۷ غبرګولى ۹۱): د غزني د دوو پوهنځيو سلګونو محصلينو په دغه پوهنتون کې د يو لړ اداري بدلونونو په موخه لاريون وکړ او د کابل-کندهار لويه لاره يې د ترافيکو پر مخ وتړله.
لاريون کوونکو د غزني پوهنتون د کرنې د پوهنځي د رييس ګوښه کولو، په اداره کې د اداري فساد او تعصب له منځه وړل او له محصلينو سره د ښه چلند کولو غوښتنه کوله.
د دغه لايت د ښوونې او روزنې پوهنځي د درېيم کال محصل عبيدالله او د لاريون يوه برخه وال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اوسني رييس له امله په دغه پوهنتون کې ستونزې زياتې شوې دي، اداري فساد اوج ته رسېدلى، قومي او ژبنى تعصب هم زيات شوى دى.
هغه ادعا وکړه، چې دغه رييس له پښتنو محصلينو سره تعصب لري او په بهرنيو بورسونو کې هم ورته ونډه نه ورکوي.
نوموړي د لوړو زده کړو له وزارت څخه وغوښتل، چې دغه رييس منفک او پر ځاى دې نوى رييس راولېږي، چې يو ملي شخصيت وي.
د کرنې پوهنځي د دويم کال محصل نورالله هم ياد رييس پر تعصب تورن کړ او ويې ويل، چې نوموړى هره ورځ محصلينو ته ستونزې راولاړوي.
د دغو محصلينو، چې شمېر يې ۳۰۰ تنو ته رسېده، مرګ د لوړو زده کړو پر وزير، مرګ په ولايتي شورا، مرګ په پارلمان شعارونه ورکول او د کابل-کندهار لويه لاره يې په غزني ښار کې د ترافيکو پر مخ وتړله.
د ولايت د مقام له خوا له محصلينو سره د خبرو اترو لپاره پلاوى هم ولېږل شو، خو محصلينو ورسره له خبرو کولو ډډه وکړه.
د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګي يوه ښوونکي هڅاند هم په دغې اداره کې د اداري فساد، قومي او ژبني تعصب د شتون خبره ومنله او ويې ويل، چې د غزني په پوهنتون کې ((دا هرڅه په پريمانه ډول روان دي.))
وروسته د لاريون کوونکو په استازيتوب پنځه محصلين د ولايت مقام ته ولاړل او له والي موسى خان اکبرزاده سره يې خبرې وکړې.
والي له دوى سره ژمنه وکړه، چې نوى رييس به د پوهنځي لپاره وټاکي او په دې اړه يې له اړوند وزارت سره خبرې هم کړې دي.
وروسته د پوهنتون په انګړ کې د پښتنو او تاجکو محصلينو ترمنځ شخړه رامنځته شوه او له امله يې د ودانۍ ښېښې ماتې شوې، خو د پوليسو له خوا د هوايي ډزو په کولو سره شخړه ارامه شوه.
د يادونې ده، چې له دې مخکې هم د غزني محصلينو په دې اړه لاريونونه کړي دي.