Language

په زابل کې شپږ پولیس نادرکه شول

کلات ( پژواک ٧ غبرګولى ٩١ ) :د زابل ولایت د مرکز کلات اړوند د پولیسو د یوې امنیتي پوستې شپږ پولیس نادرکه شوي، خو وسلوال طالبان وايي ، چې دغه پولیس دوى ته تسلیم شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د غبرګولي په ۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه پولیس تيره شپه نادرکه شوي دي .

سرچینې زیاته کړه ، چې تيره شپه وسلوالو طالبانو د پولیسو پر یاده پوسته برید کړی ، چې  له امله یې ددغې پوستې شپږ پولیس نادرکه شوي دي .

د مطبوعاتي دفتر مسوولینو زیاته کړه، چې تراوسه پورې نه ده معلومه، چې نادرکه شوي پولیس تښتیدلي او که د وسلوالو له لوري یرغمل شوي دي .

د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وویل، چې په دې اړه د امنیتي ځواکونو جدي پلټنې روانې دي .

بلخوا وسلوال طالبان وايي، چې یاد پولیس دوى ته تسلیم شوي دي .

اک اژانس ته وویل ، چې د کلات ښار اړوند د ښادو کلي د پوستې اوه پولیس له خپلو وسلو سره د مخکیني ارتباط په اساس طالبانو ته تسلیم شوي دي .

 

د ښادو کلي یوه اوسېدونکي سیدمحمد پژواک اژانس ته وویل ، چې یاد پولیس تيره شپه تښيتدلي او نن سهار د ښادو کلی او شاوخوا سیمه د پولیسو له لوري محاصره وه او امنیتي ځواکونو په ورکو شویو پولیسو پسې پلټنه کوله.

 

Related Topics