Language

کابل (پژواک ٧ غبرګولى ٩١): د ملي امنيت لوى رياست په هلمند ولايت کې د ترهګريزو کړنو او د تښتونې په تور د څلورو تنو له نيولو او ٩ ټنه چاودېدونکو توکو له کشف او نيولو څخه خبر ورکړ.

په هغې خبرپاڼه کې چې نن (د غبرګولي ٧مه) پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې د ملي امنيت موظفينو درې تښتوونکي هر يو ميرويس، جمعه ګل او سردارمحمد د لښکرګاه ښار اوسېدونکي، چې څه موده مخکې يې يو شپږ کلن ماشوم تښتولى او د يونيم ميليونو افغانيو په بدل کې بېرته خوشې کړى وو، نيولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه رياست موظفينو، همدارنګه په هلمند کې په يو بل ځانګړي اقدام کې د ياد ولايت د مرکز اوسېدونکى حمدالله د ترهګريزو فعاليتونو په تور نيولى دى.

خبرپاڼې د ياد کس د نيولو د کره نېټې په اړه څه نه دي ويلي.

خبرپاڼه ليکي، چې نيول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړى او پېښه تر لا زياتې څېړنې لاندې ده.

همدارنګه د ملي امنيت د رياست خبرپاڼې د اوپراتيفي عملياتو په ترڅ کې د امونيم نايتريت او پوتاشيم کلورايد ډوله ٩ ټنه چاودېدونکو توکوله  کشف او نيولو څخه خبر ورکړى دى.

سرچينې زياته کړه، چې دغه توکي د طالبانو د نومول شوي قوماندان او د لښکرګاه او د نهرسراج د ولسوالۍ پوځي مسوول ملا اغا ولي له خوا د الفاروق تر نامه لاندې د ترهګريزو بريدونو لپاره هلمند ته رالېږدول شوي وو.