د سنګين ولسوال حاجي محمدشريف خان د غبرګولي په ۸مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يوه بجه د دې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړى رازمحمد د ناپېژانده كسانوله خوا تښتول شوى و.
هغه زياته کړه، چې له دې پېښې وروسته پوليسو او د هغه کورنۍ په نوموړي پسې پلټنې پيل کړې وې، خو نن له غرمې مخکې يوولس بجې يې مړى د ولسوالۍ په ختيځه سيمه کې وموندل شو.
نوموړى وايي، چې رازمحمد خان له چاه سره شخصي دښمني نه درلوده او زياته يې كړه چې نوموړى د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا تښتول شوى او بيا وژل شوى دى.
ولسوال وويل، چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل كړې، څو د نوموړي د وژلو اصلي عاملين پيدا او د قانون منګلو ته يې وسپاري.
د يو ه بل خبر له مخي، د ياد ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، نن له غرمې مخكي د سنګين ولسوالۍ په شمالي برخه كې يو ماشوم، چې پلى روان وو د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.
په دې وروستيو کې د هلمند په بېلابېلو سيمو کې د ټولنيزو شوراګانو د غړو او قومي مشرانو د وژلو لړۍ تنده شوې ده.
د يادولو ده، چې تېره مياشت هم د سنګين د ټولنيزې شورا يو غړى وژل شوى و.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن